کورپاڼه / ليکنې / اندیښنه څه ته وایي؟ آسانه حللاره یې څه ده؟ دلته یې ولولئ!

اندیښنه څه ته وایي؟ آسانه حللاره یې څه ده؟ دلته یې ولولئ!

د روانې پېړۍ ترټولو بد اړخ یواځیتوب، خپګان، فشار، اندیښنه او تشویش دی، چې ټول انسان یې اندیښمن کړي دي، اندیښنه د یو ناڅرګند حالت یاهم د یوې واقعې د پېښېدو وېره ده، چې موږ ټول یې وخت ناوخت تجربه کوو، چې بیا مو دماغ دې ته اماده کوي ترڅو د ستونزو او مشکلاتو پر وړاندې تیار شي، خو په ځینو حالاتونو کې نا آرامي حد او حدود ماتوي او زموږ ذهني او بدني وړتیاوې اغېزمنوي.

اندیښنه یوه اروایي او ذهني کیفیت دی، چې د ډېر عمر لرونکو سربېره ځوانان هم اغېزمنوي، روغتیایي کارپوهان وایي چې په دې کیفیت په اخته کېدو کې د یو انسان ذهني وړتیا او شاوخوا چاپیریال برخه لري او هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې یو څوک د بې وسۍ، تعصب او د منفي فکر ښکار شي.

فکر مو بدل کړئ:

دا منل شوې خبره ده چې انسان د خپل فکر عکس وي او مثبت فکر له هرې تیارې وروسته د ړنا هیلې راکوي او هیله من شخص هیڅکله د نیکۍ او صداقت لمن نه پرېږدي، څېره یې له مسکا ډکه وي او په خوش طبیعتۍ، ادب او درناوي سره ژوند کوي، خو منفي فکر اشخاص بیا د هر یو شي بد اړخونه ویني او رڼا پسې د تیارې څرک ویني او د هر خبرې د منفي اړخونو په سبب یې څېره له غوسې ډکه وي، چې همدا ډول خلک د اندیښنې ښکار ګرځي. دا خبره باید په یاده ولرئ چې ستاسې پرېکړې ستاسې د بریاليتوب تعین کوي او هغه کسان چې خپل ذهن په کار اچوي هماغه یې لارښود وي.

په وېره برلاسي شئ:

هغه کسان چې همیشه اندیښمن وي، یو تباه کوونکی فکر پکې زېږېږي، په ځان باور نه لري او د خپلو وړتیاوو د زیاتولو پرځای د یوې ناڅرګندې وېرې ښکار وي، تېر یې ضایع کړی وي او د راتلوونکي وېره ورسره وي، یو کار ښه په شوق پیلوي خو دوه درې ورځې وروسته خپل همت بایلي.

د یو شي په اړه د وېرې احساس بېخي مبالغه ګڼل کېږي او هغه کسان چې ژوند یې په ناروغۍ، ستونرو او وېرې اباد ساتلي وي، نو له دې لویه خطره بله نشته، یاد ولرئ هره شېبه یوه نوې شېبه وي او هر کله مو چې پخپله وېره کنټرول ولرلو، هماغه ساعت مو خپل ځان له اندیښمنو خلاص کړی وګڼئ.

له هغه کسانو سره ملګرتیا چې مثبت فکر لري:

ویل کېږي چې انسان له خپلو خبرو پېژندل کېږي، نو که چېرته د نا آرامۍ احساس لرئ، نو له هغه کسانو سره ملګرتیا وکړئ چې مثبت فکر لري او پخپله یواځیتوب هم د اندیښنې یو لوی سبب ګڼل کېږي، هر سهار خپلو کارونو ته تقسیم اوقات جوړ کړئ، په ځان باور ولرئ چې کلک هوډ لرئ، د هر انسان بریالیتوب دې پورې اړه لري، چې په اخلاص سره هڅه کوي او په پایلې په الله تعالی سپاري. خوش بخت هماغه دی چې خپل ځان د ناهیلۍ په غار کې نه بندي کوي، ژوند دوامداره مبارزه ده، د تقدیر د جوړولو لپاره له صبر، قناعت څخه کار واخلئ، حقوق الله او حقوق العباد پرځای کړئ.

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …