کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستان سوپر ليګ: لوبډلې، لوبغاړي، لوبې او نور بشپړ معلومات دلته ولولئ
قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

پاکستان سوپر ليګ: لوبډلې، لوبغاړي، لوبې او نور بشپړ معلومات دلته ولولئ

د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس ايل ٦م پړاو د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه د ٦ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيلېږي، چې د مارچ تر ٢٢مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا سيالۍ په لومړي ځل په ٢٠١٦ کال کې په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې وې، خو سږکال لومړى ځل دى، چې د دې ليګ ټولې سيالۍ په پاکستان کې ترسره کېږي.

د شپږم پړاو سياليو کې په لومړي ځل ٥ افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي.

په دې ليکنه کې د پاکستان سوپر ليګ د ټولو لوبډلو نوملړ، د ټولو لوبو مهالوېش او نور معلومات له تاسې سره شريکوو.

د لوبډلو نوملړونه:

اسلام اباد يونايټيډ: شاداب خان (لوبډلمشر)، اليکس هيلس، فهيم اشرف، حسين طلعت، اصف علي، محمد موسى، ظفر ګوهر، حسن علي، ليويس ګريګوري، پيل سالټ، روحيل نظير، ريس ټيپلي، افتخار احمد، محمد وسيم، احمد ساپى عبدالله، کريس جورډن او عاکف جاوېد.

کراچۍ کنګز: عماد وسيم (لوبډلمشر)، بابر اعظم، محمد عامر، کولين انګرام، عامر يامين، شرجيل خان، وقاص مقصود، ارشد اقبال، محمد نبي، ډان کريسچين، چاډويک والټن، جو کلارک، دانش عزيز، محمد الياس، ذيشان ملک، قاسم اکرم، نور احمد او عباس اپريدى.

لاهور قلندرز: سهيل اختر (لوبډلمشر)، محمد حفيظ، شاهين اپريدى، فخر زمان، ډيويډ ويس، حارث روف، بين ډنک، دلبر حسېن، راشد خان، سميت پټيل، ټام ابيل، ذيشان اشرف، اغا سلمان، محمد فېضان، معاذ خان، محمد زېد، جو ډينلي او احمد دانيال.

ملتان سلطانز: شان مسعود (لوبډلمشر)، شاهد اپريدى، ريلي روسو، سهيل تنوير، عمران طاهر، خوشدل شاه، جېمس وينس، عثمان قادر، کريس لين، سهيل خان، محمد رضوان، سهېب مقصود، سهېب الله، اډم ليت، شاهنواز دهاني، محمد عمر، عمران خان او کارلوس بريتويټ.

پېښور زلمي: وهاب رياض (لوبډلمشر)، شعېب ملک، کامران اکمل، ليام ليوينګسټون، حېدر علي، ډيويډ ميلر، مجيب الرحمان، شيرفان رودرفورډ، عماد بټ، عميد اصف، ثاقب محمود، امام الحق، محمد عمران، محمد عرفان، ابرار احمد، روي بوپاره او محمد عامر خان.

کوټه ګليډيټرز: سرفراز احمد (لوبډلمشر)، بين کټينګ، محمد حسنين، محمد نواز، اعظم خان، نسيم شاه، زاهد محمود، انور علي، کريس ګيل، ټام بانټون، عثمان شينواري، کيمرون ډيلپورټ، قېس احمد، عبدالناصر، سايم ايوب، ارش علي خان، ډيل سټين او عثمان خان.

د لوبو مهالوېش:

٢٠ فبروري: کراچۍ کنګز د کوټې ګليډيټرز سره مخ کېږي.

٢١ فبروري: لاهور قلندرز د پېښور زلمي، اسلام اباد يونايټيډ د ملتان سلطانز سره مخ کېږي.

٢٢ فبروري: لاهور قلندرز به د کوټې ګليډيټرز سره مخ شي.

٢٣ فبروري: ملتان سلطانز به د پېښور زلمي سره مخ شي.

٢٤ فبروري: اسلام اباد يونايټيډ به د کراچۍ کنګز سره لوبه وکړي.

٢٦ فبروري: لاهور قلندرز د ملتان سلطانز او پېښور زلمي د کوټې ګليډيټرز سره مخ کېږي.

٢٧ فبروري: کراچۍ کنګز د ملتان سلطانز سره او اسلام اباد يونايټيډ د پېښور زلمي سره مېدان ته کوزېږي.

٢٨ فبروري: کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز به لوبه وکړي.

١ مارچ: اسلام اباد يونايټيډ او کوټه ګليډيټرز سره مخ کېږي.

٣ مارچ: کراچۍ کنګز د پېښور زلمي او ملتان سلطانز د کوټې ګليډيټرز سره لوبه  کوي.

٤ مارچ: اسلام اباد يونايټيډ د لاهور قلندرز سره مخ کېږي.

٥ مارچ: کراچۍ کنګز د ملتان سلطانز سره لوبه کوي.

٦ مارچ: اسلام اباد يونايټيډ د کوټې ګليډيټرز او لاهور قلندرز د پېښور زلمي سره مخ کېږي.

٧ مارچ: ملتان سلطانز د کوټې ګليډيټرز او اسلام اباد يونايټيډ د کراچۍ کنګز سره لوبه کوي.

١٠ مارچ: کراچۍ کنګز د پېښور زلمي سره مخ کېږي.

١١ مارچ: لاهور قلندرز به د کوټې ګليډيټرز سره لوبه وکړي.

١٢ مارچ: ملتان سلطانز د پېښور زلمي او اسلام اباد يونايټيډ د لاهور قلندرز سره مخ کېږي.

١٣ مارچ: کراچۍ کنګز د کوټې ګليډيټرز او اسلام اباد يونايټيډ د ملتان سلطانز سره مخ کېږي.

١٤ مارچ: پېښور زلمي د کوټې ګليډيټرز او کراچۍ کنګز د لاهور قلندرز سره مېدان ته کوزېږي.

١٥ مارچ: اسلام اباد يونايټيډ د پېښور زلمي سره مخ کېږي.

١٦ مارچ: لاهور قلندرز به د ملتان سلطانز سره مخ شي.

١٨ مارچ: کواليفاير لوبه کې به لومړۍ او دويمه لوبډله لوبه وکړي.

١٩ مارچ: ايليمينېټر ١ کې به دريمه او څلورمه لوبډله مخامخ شي.

٢٠ مارچ: ايليمينېټر ٢ کې به د کواليفاير ماته شوې او د ايليمينېټر ١ بريالۍ لوبډله مخامخ شي.

٢٢ مارچ: په پايلوبه کې به د کواليفاير بريالۍ او د ايليمينېټر ٢ بريالۍ لوبډلې مخامخ شي.

هره لوبډله به ١٠ لوبې ترسره کوي او په ليګ پړاو کې به د هرې بلې لوبډلې سره دوه لوبو کې مخ کېږي، په جدول کې څلور غوره لوبډلې به پلى اف پړاو ته لار پېدا کوي.

لوبغالي:

پي ايس ايل ٦ کې د ٦ لوبډلو ترمنځ ٣٤ لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ ٢٠ لوبې به د کراچۍ ښار په ملي لوبغالي کې ترسره شي، چېرته چې د ٣٢ زره تماشچيانو د کېناستو ځاى شته دى او همدا راز پاتې ١٤ لوبې به د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي، چېرته چې ٢٧ زره تماشچيان ګډون کولاى شي.

خو د پاکستان حکومت بيا په لوبو کې يوازې د ٢٠ سلنه تماشچيانو د پرېښودو اجازه ورکړې ده.

په ژوندۍ بڼه دا سيالۍ چېرته ليدلى شئ:

په پاکستان کې دا سيالۍ په ټين سپورټس، پي ټي وي سپورټس او جيو سوپر، افغانستان کې په لمر ټلويزيون، سريلانکا کې په ټين سپورټس، متحده عربي ماراتو کې په او ايس اين، بنګله دېش کې په غازي ټي وي، ويسټ انډيز کې په فلو ټي وي، اسټراليا کې په پرايم ټي وي او همدا راز په انټرنېټ کې په کريکټ ګېټوى کې دا سيالۍ په ژوندۍ بڼه ليدلى شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …