کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / دغه حرکت کوونکی موټر په خرابو لارو هم تللی شي

دغه حرکت کوونکی موټر په خرابو لارو هم تللی شي

که سرک هر څومره هوار هم وي، خو ځینې وختونه د موټر ګرد ټایرونه په تیږو او خرابو لارو له کاره لوېږي، د همدې ستونزې په نظر کې نېولو سره هونډا شرکت د موټر یو داسې ماډل تیار کړی، چې هم حرکت کولی شي او هم د اړتیا پر وخت خپل ټایرونه پورته کولی شي.

ویل کېږي چې دې ماډل ته یې هونډایي ټایګر ایکس ۱ نوم ورکړی، چې څلور پایې لري، چې په بریښنایي ډول سره کار کوي او هر ټایر یې ددې وړتیا لري چې په خرابو لارو تاو شي یا مخکې او وروسته یاهم ښي او کیڼ لوري ته حرکت وکړي، که چېرته په کوم ځای کې ونښلي، نو موټر د خپلو پایو د اوږدولو په مرسته خپل ځان لوړوي.

ویل کېږي چې دا ډول موټرې ددې لپاره جوړېږي، چې په طبیعي پېښو کې له انسانان سره د اړتیا وړ توکو په رسولو کې مرسته وکړي او ددې موټر پوره نوم Transforming, Intelligent Ground Exclusion Robot ایښودل شوی، چې ایکس ۱ یې لومړنی تجربوي اړخ ګڼل کېږي او په زړه پورې یې دا چې د هوایي ډرون په وسیله هم پورته کېدلی شي او ستونزمنو سیمو ته یې رسونه اسانوي.

ویل کېږي چې اوسمهال دغه موټر له بېلابېلو تجربو څخه تېرېږي، بله خوا د هونډا شرکت همدغه ډول پلان په ۲۰۱۹ کال هم وړاندې کړی و او د ایليوټ په نوم موټر ددې پلان تر لاندې قدم په قدم مخکې ځي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …