کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ترکۍ اداکاره اسرا بيلګيچ د پېښور زلمي لوبډلې استازې وټاکل شوه؟
پېښور زلمي لوبډله او اسرا بيلګيچ

ترکۍ اداکاره اسرا بيلګيچ د پېښور زلمي لوبډلې استازې وټاکل شوه؟

د ترکيې په مشهور سريال (ارتغرل غازي) کې د حليمه سلطان کردار لوبونکې ترکۍ اداکاره اسرا بيلګيچ د پاکستان سوپر ليګ په ٦م پړاو کې د پېښور زلمي لوبډلې استازولي کوي.

په دې اړه اسرا بيلګيچ په خپل ټويټر اکاونټ کې يو ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي: ((نوى پيل)) همدا راز په دې ټويټ کې يې د پېښور زلمي لوبډلې مالک او د پېښور زلمي لوبډله هم ټيګ کړي دي.


بلخوا د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپريدي هم په دې اړه يو ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي: ((نوى پيل)) او ترکۍ اداکاره اسرا بيلګيچ يې پکې ټېګ کړې ده.


د اسرا بيلګيچ او جاوېد اپريدي د ټويټونو څخه وروسته اندازه کېږي، چې د پاکستان سوپر ليګ په شپږم پړاو کې به اسرا بيلګيچ د پېښور زلمي لوبډلې استازولي کوي.

د يادولو وړ ده چې په دې اړه جاوېد اپريدي څه وخت مخکې د پېښور زلمي لوبډلې مينه والو څخه مشوره هم غوښتې وه.

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه پيلېږي، چې دا ځل پکې ٥ افغان لوبغاړي هم لوبېږي. د پېښور زلمي لوبډله کې بيا د افغانستان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد

قېس احمد د کوټې لوبډلې ته لومړۍ بريا ورپه برخه کړه او د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته

قېس احمد نن ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د کوټې ګليډيټرز …