کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهور سندرغاړي جاوید امیرخیل هم کوژده وکړه

مشهور سندرغاړي جاوید امیرخیل هم کوژده وکړه

د هېواد مشهور او نومیالي سندرغاړي جاوید امیرخیل کوژده وکړه. ویل کېږي چې دا د نوموړي دویمه کوژده ده.

جاوید امیرخیل که څه هم تراوسه پورې د خپلې کوژدنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د هغه نږدې ملګرو او مینه والو ورته په ټولنیزو رسنیو کې د کوژدې مبارکۍ ورکړي دي.

جاوېد اميرخېل

جاوید امیرخیل تل داسې موسیقي کړې ده، چې نه یوازې د خلکو زړونه يې ګټلي دي، بلکې ټولنې او هېوادوالو ته يې پکې ستر پېغام هم ورکړی دی.

نوموړي د دې تر څنګ چې د مینې سندرې ویلي، بلکې د هېواد په مینه مستې سندرې يې هم خلکو ته وړاندې کړې دي، چې خلکو ډېرې خوښې کړې دي.

جاوېد اميرخېل

د یادولو وړ ده چې جاوېد امیرخیل څو ورځې وړاندې په خپل یو پوسټ کې د خپلې نوې سندرې په اړه هم مینه والو ته معلومات ورکړي و، چې د نوې سندرې په ویډیويي ثبت يې کار پیل کړی دی.

خو د هغې د سندرې له راتګ مخکې د هغه د مینه والو لپاره د خوشحالۍ خبره دا ده چې نوموړي دویمه کوژده هم وکړه.

د یادولو وړ ده چې څه وخت مخکې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم دویمه کوژده کړې وه.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …