کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د چین فضایي بېړۍ پر مریخ ښکته کېدو ته تیاره ده

د چین فضایي بېړۍ پر مریخ ښکته کېدو ته تیاره ده

روان کال د متحده عربي اماراتو د فضایي ماموریت وروسته اوسمهال د چین دویم ماموریت هم د مریخ د مدار منظمه برخه ګرځېدلې ده.

ویل کېږي چې د چین نوی فضایي ماموریت (تیان وین ون) د سرې سیارې یا د مریخ مدار ته داخل شوی دی، چې دا پېښه د اماراتو له ماموریت (هوپ) څخه یوه ورځ وروسته واقع شوې او یوه اوونۍ وروسته به د ناسا نوې فضایي بېړۍ (پریزرونس) هم پر مریخ ښکته شي.

که څه هم د تیان وین ون دا ماموریت د چین دویم ماموریت ګڼل کېږي، خو دا ماموریت د خپل ډول له مخې لومړنی پلان دی چې چین یې پرته د کوم له همکارۍ ترسره کوي.

ویل کېږي چې د تیان ون ماموریت تېر کال د جولای په ۲۳ نیټه پیل شوی و، چې درې برخې لري، لومړۍ برخه په مدار ګرځېدونکي، دویم یې ښکته کېدونکي او دریمه یې د مریخ په سطحه ښکته کېدونکي ده.

اوسمهال دغه فضایي بېړۍ په ډېر ښه ډول د مدار پر شاوخوا ګرځي، وروسته به د مریخ په یو خوندی ځای ښکته شي، چې پلانیټا ورته ویل کېږي چېرته چې ناسا په 1976 کال کې ښکته شوې وه، خو مخکې له ښکته کېدو به ددې ځای په اړه په تفصیل سره څېړنه ترسره کړي.

کله چې دا هر څه ترسره شي، نو ورو ورو به د مریخ فضا ته داخل شي او له ښکته کېدو دمخع به پراشوټ پرانېزي ترڅو په آرامه سره د مریخ سطحه لمس کړي، خو دا کار به یا په اپریل کې یاهم د میي په میاشت کې ترسره شي.

ویل کېږي چې د ماموریت دغه دریمه چې د مریخ په سطحه ګرځي، د لمریزې انرژۍ په مرسته به تر ۹۰ ورځو پورې کار کوي، چې نوې کامرې، رادار، مقناطیس اندازه کوونکي او هغه آلې چې هوا او د خاورې کیمیاوي حالت ګوري هم په دې ماموریت کې موجود دي او نور ساینسي الات هم لري.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …