کورپاڼه / اسلام / دجال به څه ډول هلاک شي، حضرت عیسی علیه السلام به چېرته راښکته شي او کوم خلک به یې وپېژني؟

دجال به څه ډول هلاک شي، حضرت عیسی علیه السلام به چېرته راښکته شي او کوم خلک به یې وپېژني؟

له قیامت څخه دمخه ځینې لویې فتنې راښکاره کېږي، چې په دې فتنو ترټولو سخت فتنه به د دجال وي، چې بیابه یې حضرت عیسی علیه السلام له منځه یوسي، دجال به د عیسي علیه السلام له راښکته کېدو دمخه د فلسطین یو ښار ته ورسېږي، چې په باب لُد کې موقیعت لري، مسلمانان به د افیق په نوم درې ته راټول شي او له دې ځایه به خپل څاروي د څرولو لپاره لېږي چې ټول به مردار شي، بالاخره مسلمانان به د بیت المقدس په یوه غره محاصره شي، چې د هغه غره نوم به جبل الدُخان وي، دجال به د غره په لمن کې پړاو واچوي او د مسلمانانو یوه ډله به محاصره کړي، چې دا محاصره به سخته وي او مسلمانان به په ستونزو کې واچوي، حتی تر دې ځینې به خپل کمان وسوځوي او وبه یې خوري، دجال به د وروستي ځل لپاره د اردن په افیق نومي دره کې ولېدل شي او دا وخت هغه څوک چې په الله او د اخرت په ورځ لري د اردن په همدې دره کې به موجود وي، دجال به یوه برخه مسلمانان په شهادت ورسوي او یوه برخه به پاتې شي، کله چې محاصره اوږده شي نو د مسلمانانو امیر به ووایي چې څه ته په تمه یئ؟ له دې ګمراه سره جنګ وکړئ ترڅو شهادت یاهم فتحه حاصله کړئ، دوی به بیا قوي اراده کوي او وایي به چې سهار له لمانځه وروسته به له دجال سره جنګ کوي.

دا شپه به ډېره تیاره وي او خلک به د جنګ تیاري نیسي، چې ناڅاپه به د سهار په تیاره دا غږ واورېدل شي، چې ستاسو فریاد راورسېد، خلک به حیرانه شي او بالاخره د سهار د لمونځ پر وخت به حصرت عیسی علیه السلام راښکته شي او د راښکته کېدو پر وخت به یې دواړه لاسونه د دوو فرښتو په اوږو ایښی وي، عیسی علیه السلام به د مشهور صحابي عروه بن مسعود رضي الله عنه ته ورته وي، قد به یې نه لوړ وي نه ټیټ، رنګ به سور او سپین وي، ویښتان به تر اوږو پورې خواره، ځلیدونکي او صاف وي لکه تازت یې چې غسل کړی وي، کله چې سر ټیټ کړي نو د ملغلرو په څېر به ترې توی شي، یوه زري او دوه جوړه ژېړ رنګ جامې به اغوستي وي او په کومه ډله کې چې راښکته کېږي د هغې زمانې له ښو خلکو څخه به وي چې ۸۰۰ نارینه او ۴۰۰ ښځې به وي، عیسي علیه السلام به د مسلمانان په غوښتنه ځان ور وپېژني او د دجال په وړاندې به یې د جهاد په اړه نظر واوري، دا وخت به د مسلمانانو امیر امام مهدي وي، چې له عیسی علیه السلام څخه دمخه به راښکاره شوی وي.

حضرت عیسی علیه به د دمشق په ختیځ کې سپینې منارې سره نږدې یابه په بیت المقدس کې د امام مهدي ته نږدې راښکته شي، دا وخت به امام مهدي لمانځه ته مخکې شوی او اقامت به ویل شوی وي، امام مهدي به حضرت عیسی الله د امامت لپاره راوغواړي خو هغه به انکار کوي او وایي به چې دا ددې امت غوره والی چې ځینې خلک یې د نورو امیران وي.

کله چې امام مهدي امامت پرېږدي او شاته شي، نو عیسی علیه السلام به یې پر شا لاس کېږدي او وبه وایي چې لمونځ به ته راکوې، ځکه چې اقامت یې ستا لپاره ویل شوی، امام به لمونځ ورکوي او عیسي علیه السلام به شاته پسې درېږي او له رکوع څخه په پورته کېدو د (سمع الله لمن حمده) څخه وروسته به وایي: (قتل اللہ الدجال و اظہر المومنین)

بالاخره د سهار له لمانځه څخه وروسته به عیسی علیه السلام دروازه پرانېزي چې تر شا به یې دجال او ورسره څنګ به ۷۰ زره مسلح یهودان وي، دا وخت به عیسی علیه السلام د لاس په اشارې سره ووایي چې زما او د دجال له منځه لېرې شئ او دجال به حضرت عیسی علیه السلام په کتو داسې اوبه شي لکه ….

دا هم ولولئ

آیا له کوژدې وروسته کېدونکې ښځه او خاوند سره اړیکه لرلی شي؟

کله چې د دوو تنو یعنې ښځې او خاوند ترمنځ نکاح وتړل شي، نو دغه …