کورپاڼه / هنر او کلتور / سنجي دت خپلې میرمنې ته له مینې ډک پیغام ورکړی

سنجي دت خپلې میرمنې ته له مینې ډک پیغام ورکړی

د هندوستان د فلمي صنعت پېژندل شوي اداکار یا هنرمند خپل میرمنې ته له مینې ډک پیغام ورکړی.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې سنجي دت دغه پیغام د خپلې میرمنې د واده د دیارلسمې کلیزې په مناسبت ورکړی.

یاده دوي چې د فلمي صنعت سنجو بابا هم د نورو اداکارانو یا هنرمندانو په څېر په ټولنیزو رسنیو کې فعال وي او د خپل ژوند رنګیني او له ستونزو ډکې شېبي د همدې لارې له نورو سره شریکوي.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sanjay Dutt (@duttsanjay)

 

اوسمهال نوموړي په ټولنېزه رسنۍ انستاګرام یو تصویر پوسټ کړی چې سنجي دت پکې له خپلې میرمنې مانایتا سره ولاړ دی او دواړه تورې جامې اغوستي چې ډېر ښکلي بریښي.

سنجي له تصویر سره د خپل واده نېټه هم لیکلې او ویلي یې دي، چې ما له اوله هم درسره مینه لرله او اوس هم درسره ډېره مینه لرم.

دغه راز نوموړي په انسټاګرام د خپل پیغام په لړ خپل میرمنې ته د واده مبارکي هم ورکړې ده.

دا هم ولولئ

راهول له اتیا شیټي سره د هغې د ورور د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې ګډون وکړ

د هند کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي لوکیش راهول له اتیا شیټي سره د هغې …