هغه بالغ کسان چې په ورځني ډول یوه نیمه هګۍ خوري، د زړه د ناروغیو خطر یې ډېرېږي.
څېړونکي وایي چې د هګیو لویه خرابي په هګیو کې د کلیسټرولو شتون دی، چې د هګیو د ژېړو په ګډون په نورو خوراکي توکو کې هم موندل کېږي لکه ماهي، له شېدو څخه جوړ شوي توکي او سره غوښه.
څېړونکي وایې چې هګۍ له صحت مندو او ښو خوراکي توکو څخه ګڼل کېږي، خو په دې شرط چې په لږه اندازه استعمال شي.
د نارت ویسټرن پوهنتون څېړونکو د تېرو شپږو څېړنو پایلې ترلاسه کړي، چې له مخې یې په دیرش زرو هغوی امریکایانو څېړنې ترسره کړې، چې عمرونه یې د اوه لسو کلونو په شاوخوا کې وي او د ورځني خوړو اندازه یې وکتل شوه.
بالاخره څېړونکو ثابته کړه هغه کسان چې په ورځني ډول یې یوه نیمه هګۍ یعنې درې سوه ملي ګرامه کلیسټرول خوړلي ول، د زړه د ناروغیو خطر یې اوه لس سلنه د هغه کسانو څخه زیات و، چې هګۍ یې نه خوړلې.
څېرونکو زیاتوي چې ډېر خلک په دې فکر دي، چې د هګیو خوراک زیانمن نه وي او څومره یې چې خورئ، و یې خورئ، خو اوسمهال له دې پایلې څرګنده شوه چې مناسب خوراک یې ګټور وي.