کورپاڼه / روغتيا / د انار دانې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د انار دانې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

انار چې د ډېرو ویټامینونو لرونکي مېوه ګڼل کېږي، د ډېرو مختلفو ناروغیو پر وړاندې ګټوره تمامېږي.

ډېر کسان به مو لېدلي وي چې انار خوري او دانې یې غورځوي، خو باید ووایم چې د انار دانې هم د ګڼو روغتیایي ګټو لرونکي وي او بدن ته د اړتیا وړ غذایي مواد برابروي.

بدن ته ویټامین سي ورکوي:

له ډېرو ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره د انسان بدن ویټامین سي ته اړتیا لري او انار دانه د انسان بدن ته په ورځني ډول څلویښت سلنه ویټامین سي برابروي، چې بیا د ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره مرستندویه تمامېږي.

د زړه د روغتیا لپاره غوره ګڼل کېږي:

ویل کېږي چې د زړه د روغتیا لپاره باید مناسب خواړه انتخاب کړو، چې د همدې لپاره انار دانه بېخي ګټوره ګڼل کېږي، ځکه چې انار دانه نه یوازې د چې کلیسټرول کموي، بلکې د وینې د فشار په کمولو کې هم مرستندویه تمامېږي.

وزن کموي:

انار دانې ډېرې کوچنۍ وي، خو له فایبرو څخه بډایې ګڼل کېږي او فایبر یو داسې اړین غذایي توکی دی، چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي، دغه راز د فایبرو شتون یې د لوږې احساس کموي.

د انجینا د ناروغانو لپاره ګټور وي:

که چېرته د کوم شخص په سینه کې درد وي، د رګونو بندښت لري، زړه ته په مناسبه توګه وینه نه رسېږي او هغه ناروغان چې عملیات یې کېدونکي وي، نو په نهاره دې د انارو جوس وڅښي او په همدې ډول دې د زړه د شیریانونو د بندښت ستونزه او نور نښې نښانې له منځه ولاړې شي.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …