کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: د ١٠٩٧ څخه به ٢٩٢ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي، چې ٧ افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي
افغان لوبغاړي

اى پي ايل: د ١٠٩٧ څخه به ٢٩٢ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي، چې ٧ افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل بولۍ ته ١٠٩٧ لوبغاړو نومليکنه کړې وه، چې دا ټول لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کول ممکن نه و، نو اوس د اى پي ايل مسوولينو له دوى څخه ٢٩٢ لوبغاړي وروستي کړي دي، چې بولۍ ته به وړاندې شي.

ټولې لوبډلې به ٦١ لوبغاړي اخلي، چې دا ټول لوبغاړي به د همدې ٢٩٢ لوبغاړو څخه انتخاب شي.

د افغانستان له لوري اى پي ايل ته ٣٠ لوبغاړو نومليکنه کړې وه، چې له هغې برخې يې يوازې ٧ لوبغاړي دې ته انتخاب شوي دي، چې د اى پي ايل بولۍ کې وړاندې شي.

په دې ٧ لوبغاړو کې قېس احمد، مجيب الرحمان، نوين الحق، نور احمد لکڼوال، رحمان الله ګربز، کريم جنت او فضل حق فاروقي شامل دي.

مجيب الرحمان به ١٥٠ لکه، قېس احمد، نوين الحق، رحمان الله ګربز او کريم جنت به ٥٠ لکه، فضل حق فاروقي به ٤٠ لکه او نور احمد لکڼوال به ٢٠ لکه باندې بولۍ ته وړاندې شي.

په بولۍ کې به ١٠ لوبغاړي د ٢ کروړو او ١٢ لوبغاړي د يو نيم کروړو روپيو په بدل کې بولۍ ته وړاندې شي، چې په يو نيم کروړو کې مجيب الرحمان هم شامل دى.

همدا راز ١٦٤ هندي او ١٢٥ بهرني لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي چې ٣ پکې د دويمه درجه هېوادونو لوبغاړي هم شامل دي.

د ٢٩٢ ټولو لوبغاړو بشپړ ليسټ

چيناى سوپر کنګز ١، ډيلي کاپيټلز ٢، کنګز اليون پنجاب ٥، کلکته نايټ رايډرز ٢، ممبۍ انډينز ٤، راجستان رايلز ٣، رايل چېلنجرز بېنګلور ٤ او سنرايزرز حېدراباد ١ بهرنى لوبغاړى اخيستلى شي.

د اى پي ايل بولي د فبرورۍ په ١٨مه نېټه د هند په چيناى کې د هند په وخت ٣ بجې پيلېږي.

د يادولو وړ ده چې له يادو ٧ لوبغاړو پرته نورو ٢٣ افغان لوبغاړو هم د اى پي ايل بولۍ ته نومليکنه کړې وه، چې تر ټولو مخکې يې خپلواک وېبپاڼې نومونه پېدا کړي او له خپلو لوستونکو سره يې شريک کړي و.

هغه ٢٣ افغان لوبغاړي چې اى پي ايل ته يې نومليکنه کړې وه او بولۍ ته نه وړاندې کېږي، په هغوى کې حشمت الله شهيدي، حميد حسن، اصغر افغان، عظمت الله عمرزى، جاوېد احمدي، حضرت الله ځاځى، محمد شهزاد، ګلبدين نايب، عبدالواسع نوري، يمين احمدزى، صديق الله اتل، سميع الله شينوارى، وقار سلامخېل، دولت ځدراڼ، ضيا الرحمان، شفيق الله غفاري، عبدالرحمان رحماني، سيد احمد شېرزاد، شاپور ځدراڼ، حمزه هوتک، ظاهر خان پکتين، شرف الدين اشرف او نجيب الله ځدراڼ شامل دي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له امله وځنډول شو، چې …