کورپاڼه / جالب / یو دولس کلن هلک د بدن د مقناطیسي کولو لپاره مقناطیس خوړلي

یو دولس کلن هلک د بدن د مقناطیسي کولو لپاره مقناطیس خوړلي

د ساینس یو لېوني مینوال د تجربې په موخه په لسګونه مقناطیسي خوړلي او په همدې ډول یې خپل ځان په خطر کې اچولی او د ژغورلو لپاره یې عملیات ترسره شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دولس کلن ریلي موریسن ددې لپاره چې خپل ځان مقناطیسي کړي، څلور پنځوس مقناطیسي چرې له ستوني تېر کړي.

راپورونه زیاتوي چې ریلي نیمایي مقناطیسي چرې د جنورۍ په لومړی نېټه او پاتې نورې یې بیا د جنورۍ په څلورمه ددې لپاره خوړلې وي، ترڅو معلومه کړي چې بدن یې مقناطیسي کېږي او که څنګه؟

ویل کېږي چې د شپې په نیمایې کې د ریلي په خېټه درد شو، چې بیا یې مور تر روغتونه ورساوه او له معایناتو یا ایکسری وروسته معلومه شوه چې د نوموړي په خېټه کې څلور پنځوس مقناطیسي چرې شتون لري، چې د شپږو ساعتونو عملیاتو وروسته ترې ویستل شوې او په دې ډول د دولس کلن هلک ژوند وژغورل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ ترټولو غټ جوارګر، چې هیڅکله یې نه ده بایللې

د استرالیا اوسیدونکی زیلجکو رینوګاجیک د آسونو پر سیالۍ ترټولو لوی قمار وهوونکی یا جوارګر …