کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې سويلي افريقا ماته کړه
پاکستان او سويلي افريقا

پاکستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې سويلي افريقا ماته کړه

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ نن پيل شوه، چې په لومړۍ لوبه کې په ډېر کم توپير پاکستان بريا خپله کړه.

دا لوبه چې په لاهور کې ترسره شوه، سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد رضوان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ١٠٤ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، هغه ٧ شپږيزې او ٦ څلوريزې هم ووهلې. همدا راز حېدر علي ٢١ منډې ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا له لوري انډيلي پيهلوکوايو ٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٧٠ منډو هدف په تعقيب کې د سويلي افريقا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې او د ٣ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري ريضا هيندريکس ٥٤ او جانيمن ملن ٤٤ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري حارث روف او عثمان قادر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد رضوان ترلاسه کړه.

پاکستان د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لړۍ کې د ١ لوبې ګټلو سره مخکېوالى ترلاسه کړه. د دې لړۍ دويمه لوبه به د فبرورۍ په ١٣مه نېټه په لاهور کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

هند خپل سرسخت سیال پاکستان ته د ۱۵۲ منډو هدف کېښود

هند په لومړیو کې خپلې دوه ویکټې ډېر ژر له لاسه ورکړې خو وروسته د …