کورپاڼه / جالب / د یوه پوست چي (پوست کوونکي) او قاز اوه دیرش کلنه جالبه ملګرتیا

د یوه پوست چي (پوست کوونکي) او قاز اوه دیرش کلنه جالبه ملګرتیا

دا کومه اسطوره یا د اسطورې خاکه نه ده، بلکې د ترکیې د یو زوړ پوست کوونکي رښتیني کیسه ده، چې نن ورځ یې له یوه قاز سره د ملګرتیا اوه دیرش کاله پوره شوه او دواړه یو له بل سره خوشحاله دي.

کیسه داسې ده، چې نن څخه اوه دیرش کاله وړاندې د ترکیې په لویدیځ ایالت ایدرنی کې د رجب مرزان په نوم یو ځوان کوچنی زخمي قاز وموند، رجب مرزان چې اولاد یې نه لرو او میرمن یې مړه شوې وه، قاز یې له ځان سره واخیست او له درملنې وروسته یې وپاله او د (غریب) نوم یې پرې کېښود.

له هماغې ورځې تر ننه پورې رجب مرزان د قاز ساتنه کوي او د خپل سکه اولاد په څېر یې پالنه ترسره کوي او تېرو اوه دیرش کلنو څخه یوځای اوسېږي، حتی تر دې کله چې رجب قدم وهي یا بازار ته ځي، نو قاز هم ورسره وي.

که څه هم د قاز په اړه ویل کېږي چې په عام ډول تر دولسو کلونو پورې عمر لري، خو رجب مرزان ددې قاز دومره ښه ساتنه کړې، چې په اوه دیرش کلنۍ کې هم روغ او جوړ دی.

د انسانانو او حیواناتو د ملګرتیا په اړه به مو ډېر اورېدلي وي، خو د رجب مرزان او قاز ملګرتیا د ترکیه سربېره په ټوله نړۍ مشهوره شوې او په ټولنیزو رسنیو کې یې بحثونه راپارولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه الوتنه چې تاسې نامعلوم منزل پر لورې بیایي

هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې …