کورپاڼه / بېلا بېل / احمد ولي هوتک: دا ټپونه خو لا څه دي، وطنه! ستا لپاره ډېر څه ته چمتو يم
احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک: دا ټپونه خو لا څه دي، وطنه! ستا لپاره ډېر څه ته چمتو يم

د ازادو سياليو مخکښ او نوميالى لوبغاړى احمد ولي هوتک چې پرون يې په کابل کې خپل برازيلي سيال ته د لوبې په دويم راونډ کې ماتې ورکړه او ستره بريا يې خپله کړه، وايي چې د وطن لپاره ډېر څه ته چمتو دى.

د پرونۍ بريا وروسته نوموړى روغتون ته تللى او هلته يې د ټپونو درملنه کېږي، چې د هماغه مهال عکسونه يې نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.

احمد ولي هوتک له دې عکسونو سره ليکلي دي: ((داسې درد او ټپ چې هره څړيکه يې خوند لري، ملي غرور او وياړ لري، احساس لري او ستاسو د سپېڅلو احساساتو درک لري.))

احمد ولي هوتک

نوموړى مخکې ليکي: ((د هېوادوالو بې کچې مينې او بيا د دوى پر غمجنو څېرو مسکا، د بهېدلو وينو سور رنګ او هر ټپ راته خوندور او وياړمن کړى.))

احمد ولي هوتک همدا راز ليکي: ((ستاسو د دعاو په برکت له بريا وروسته د ډاکټرانو په هدايت بايد روغتون ته تللى واى، چې اوس الحمدالله ښه يم.))

نوموړى په پاى کې ليکي: ((وطنه! ولسه! ستا لپاره ډېر څه ته چمتو يم، دا دردونه او ټپونه خو لا څه دي.))

د احمد ولي هوتک په بريا نه يوازې ولس، بلکې له ولسمشر څخه نيولې تقريباً ټولو چارواکو، کرکټرانو او هنرمندانو هم هغه ته په دې بريا مبارکي ورکړې ده.

دا هم ولولئ

په مسجدالحرام او نبوي جومات کې وضع شوي محدودیتونه ختم شول

د حرمین شریفین ادارې له لورې د ټولنیز واټن د مراعتولو لپاره ایښودل شوې نښې …