کورپاڼه / جالب / روبي میګابایټ: د بوسینا لومړنی موسیقار روبوټ+ویډیو

روبي میګابایټ: د بوسینا لومړنی موسیقار روبوټ+ویډیو

د بوسنیا هرزیګووینا د موسیقۍ په مشهورې ډلې (دوبیوزا کولیکتیو) کې یو نوی موسیقار روبي میګابایټ ور اضافه شوی، چې په اصل کې یو انسان ډول روبوټ دی.

ویل کېږي چې دغه روبوټ د دغې ډلې په ځانګړې غوښتنه تېر کال د سرایجوو پوهنتون د بریښنایي انجینرۍ د څانګې د زده کړیالانو لخوا رامنځته شوی او د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره روبي میګابایټ ټول هغه عادتونه او ځانګړتیاوې لري، چې د موسیقۍ د ډلې یو غړی یې لري.

ویل کېږي چې دغه روبوټ د نورو عادتونو سربېره موسیقي خوښوي او په دوبیوزا ډله کې ګیتار غږوي، چې ذکر شوې ډلې تېرکال د خپل البوم (فیک نیوز) لپاره ډیزاین کړی و، خو د البوم له خپرېدو وروسته یې هم له ځان سره وساته.

د البوم په یوه سندره (ټیک مایي جاب) کې ددې روبوټ بشپړه پېژندنه شوې او دا هم پکې ښودل شي چې دغه روبوټ څه ډول د ټولې ډلې ځای نیسي او له سټوډیو یې وباسي.

ددې ویډیو بنسټیزه موخه دا وه ترڅو وښایي چې ماشین څه ډول ورو ورو ټول هغه کارونه ترسره کوي، چې انسانان یې کولی شي او په همدې سبب ذکر شوې ډلې روبي میګابایټ ته پخپله ډله کې غړیتوب ورکړ او پخپله اوونیزه انلاین ویډیو لړۍ (کرنتین شو) کې راڅرګند کړ.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …