کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د لمریز نظام ترټولو لېرې کوچنۍ سیاره موندل شوې

د لمریز نظام ترټولو لېرې کوچنۍ سیاره موندل شوې

دا یوه کوچنۍ سیاره (planetoid) ده، چې د ۴۰۰ کیلو میتره پر شاوخوا کې قطر لري او له لمر څخه په ۲۰ میلیارده کیلو میتره لېرې واقع ده، چې د ځمکې د فاصلې په پرتله ۱۳۲ ځلې لېرې ګڼل کېږي او په همدې سبب یې ستور پېژندونکو ورته د Far for out یعنې د (ډېرې لېرې) نوم ورکړی دی.

دا سیاره د فضایي څاروونکي پوهنتون لخوا په ۲۰۱۸ کې له موندلو وروسته د (۲۰۱۸ ای جي ۳۷) په نوم سره نومول شوې وه، خو هغه وخت ستور پېژندونکي په دې نه پوهېدل چې دا سیاره دې له لمر څخه په دومره فاصله کې واقع وي، ځکه چې دغه سیاره ورو ورو خپل ځای بدلوي.

ویل کېږي چې ستور پېژندونکو دوه کاله د بېلابېلو دور بینونونو په وسیله څېړنې ترسره کړې او معلومه یئ کړه چې دغه سیاره له لمر څخه د ۱۳۲ ستورلوژیکي واحدونو په اندازه (تقریباً ۲۰ میلیارده کیلو میتره) لېرې واقع ده.

یاده دې وي چې د ځمکې او لمر ترمنځ په اوسط ډول یو ستورلوژیکي واحد یعنې ۱۵ میلونه کیلو میتره فاصله موجوده ده.

تر دې دمه څېړنو ښودلې چې (Far for out) د لمر پر شاوخوا کې بیضوي مدار لري، چې په همدې سبب یې له لمر څخه ډېره فاصله ۱۷۵ ستورلوژیکي واحدونه وي او کمه فاصله یې بیا ۲۷ ستورلوژیکي واحده ګڼل کېږي، چې دغه فاصله د لمر او نیپتون ترمنځ له فاصلي کمه ده. یاده دې وي چې د لمر او پلوتو ترمنځ ډېره فاصله ۴۹ ستورلوژیکي واحده ده.

اوسمهال په لمریز نظام کې د نورو لېرو سیارو کې far out له لمر څخه ۱۲۴ ستورلوژیکي واحده لېرې او ګوبلن بیا د ۸۰ ستورلوژیکي واحدونو سره برابر ده، خو ستور پېژندونکي د ګوبلن مدار لوی ګڼي او وایي چې فاصله یې تر ۲۳۰۰ ستورلوژیکي واحدونو پورې رسېدلی شي.

ستور پېژندونکي وایي چې far out او نیپتون سره نږدې واقع کېږي او شاید همدا سبب وي چې د far out مدار بیضوي شوی دی.

اوسمهال د far out په سیاره څېړنې رواني دي او هیله شته چې ددې سیارې نورې ځانګړتیاوې به هم راڅرګندې شي او یو دوامداره نوم به خپل کړي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …