کورپاڼه / هنر او کلتور / د سارا علي خان د عملیاتو د تصویر علت معلوم شو

د سارا علي خان د عملیاتو د تصویر علت معلوم شو

په دې ورځو کې د بالیووډ د اداکار یا هنرمند سیف علي خان د لور او اداکارې سارا علي خان د عملیاتو تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې لر او بر کیده، چې د نوموړې د مینوالو لپاره یې بد زیری لرلو، خو اوسمهال یې اصلي لامل معلوم شو.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sara Ali Khan (@saraalikhan95)

په یوه ویډیو کې چې د سارا علي خان لخوا په ټولنیزه رسنۍ انسټاګرام پورته شوې، سارا علي خان پکې په خندوونکي ډول کمنټري کوي، چې هر څه سم دي، زما عملیات ترسره شول او له ډاکترانو څخه مننه کوي، دغه راز د پوسټ په لرلیک کې یې د عقل له غاښ سره مخه ښه هم کړې. سارا په ویډیو کې په سم ډول خبرې نه شي کولی، چې شاید د ډاکترانو لخوا د ورکړل شوې نشې اغېز به وي او د نشې له حالته په پوره ډول نه ده راوتلې.

د ویډیو له خپرېدو وروسته د سارا علي خان د مینوالو اندیښنې کمې شوې او په دې پوه شول چې نوموړې د عقل غاښ د تکلیف یا درد په سبب ایستلی دی.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …