کورپاڼه / روغتيا / د ماشومانو او ځوانانو د ښې ذهني روغتیا لپاره مناسب خوب کول اړین وي

د ماشومانو او ځوانانو د ښې ذهني روغتیا لپاره مناسب خوب کول اړین وي

د جنوبي استرالیا د پوهنتون د یوې څېړنې له مخې منل شوې، چې د خوب او ذهني روغتیا ترمنځ اړیکې شتون لري، خو په عام ډول د روغتیایې کارپوهانو لخوا ورته پاملرنه نه کېږي.

څېړونکو وایي چې له پایلې څرګندېږي، چې والدین او روغتیایي کارپوهان باید د خوب او ذهني روغتیا ترمنځ په اړیکه پوه شي، په ځانګړي توګه هغه وخت کله چې ماشوم د ځوانۍ په درشل قدم ږدي. دوی زیاتوي چې یو ښه خوب زموږ د ټولو لپاره اړین وي او په وسیله یې بدني او ذهني روغتیا ښه والی مومي، دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ورځنیو فعالیتونو په سم ترسراوي کې مرسته کوي.

څېړونکي زیاتوي چې مناسب خوب کول د ځوانانو لپاره ډېر اړین وي، ځکه چې دا هغه عمر ګڼل کېږي، چې ګڼ شمېر بدني، ټولنیز او نور فعالیتونه پکې رامنځته کېږي او ټول په یو مناسب خوب پورې اړه لري.

څېړونکي وایي چې له څېړنې یې ثابته کړې، چې ځوانان باید د شپې لږ تر لږه اته ساعت خوب وکړي، کنه نو د ټولنیزو یاهم د نورو فشارونو په وړاندې به مقابله ونه شي کولی او ګڼې اروایي ستونزې به وزېږوي. دوی وایي که د خوب اندازه تر شپږو ساعتونو پورې را کمه شي بیابه یې هم ذهني روغتیا اغېزمنه وي.

یاده دې وي چې د څېړنې له مخې دا هم ویل کېږي چې په موجوده دور کې د ډېرو ځوانانو خوبونه د ټیکنالوژۍ په سبب اغېزمن شوي دي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …