په مصر کې یوې ښځې ددې لپاره له خپل خاوند څخه طلاق اخیستي، چې بېخي ډېر خوب به یې کاوه. د الیو السابعه د ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ذکر شوې ښځې د واده یوه میاشت پوره کېږي، خو د خپل خاوند سخت په دې خبره تنګه وه، چې خاوند به یې بېخي ډېر خوب کاوه.
ویل کېږي چې دې ښځې د مصر په لرغوني کورنۍ محکمه کې عرضه کړې وه او ویلي ول، چې خاوند یې له کار څخه په بېرته راتګ سره سمدستي وېده کېږي او د پنځلس ساعتونو څخه ډېر خوب کوي، دغه راز ښځې دا هم ویلي چې د میلمنو په شتون کې هم ویده کېږي.
ښځې محکمې ته د عرضې په لړ کې ویلي، چې له واده دمخه دې یې خاوند ورته نه ول ویلي، چې دی د ناروغۍ تر حده په خوب کولو عادت ده.
بله خوا محکمې د ښځې غوښتنه منلې او د طلاق حکم یې ورکړی، خو بله خوا یې بیا خاوند وایي چې دی په کومه ناروغۍ نه دی اخته شوی، یوازې د ډېر خوب عادت لري.