کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نوين الحق د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې هم واخيستل شو
نوين الحق

نوين الحق د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې هم واخيستل شو

د افغانستان چټک توپ اچونکى نوين الحق تازه د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې هم د ليسټرشاير لوبډلې له لوري اخيستل شوى دى.

د دغه لوبډلې په وېبپاڼه کې د نوين الحق د اخيستو خبر خپور شوى دى او ليکلي يې دي، چې د ٢٠٢١ کال په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې به د افغانستان نوين الحق د دوى په ګټه ولوبېږي.

هغوى دا هم ليکلي دي، چې نوموړي په کارابين پريمئير ليګ او ټي ١٠ ليګ کې ښه توپ اچونه ترسره کړه او همدا راز د اى پي ايل بولۍ ته هم وړاندې کېږي، چې د فبرورۍ په ١٨مه به ترسره کېږي.


دغه لوبډلې په خپله وېبپاڼه کې د نوين الحق د توپ اچونې ستاينه کړې ده او ويلي يې دي، چې نوموړى په هر ډول سختو حالاتو کې توپ اچونه ترسره کولاى شي.

نوين الحق هم د ليسټرشاير لوبډلې له لوري په اخيستل کېدو خوشحالي ښکاره کړې ده او ويلي يې دي، چې د هغه لپاره دا ډېر د خوښۍ ځاى دى، چې د ليسټرشاير لوبډلې سره ولوبېږي او د دوى د ځلېدو سبب وګرځي.

د ليسټرشاير لوبډلې روزونکي هم د نوين الحق د توپ اچونې ستاينه کړې ده او ويلي يې دي، چې خوښ دى چې په راتلونکي پړاو کې به د دوى سره نوين الحق هم ولوبېږي.

د ليسټرشاير لوبډلې ياد خبر په خپله ټويټر پاڼه کې هم خپور کړى دى او هلته يې نوين الحق ته په پښتو کې (ښه راغلاست نوين) هم ليکلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمت الله قريشي

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي د ګډوډۍ له امله استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي په دغه اداره کې د ګډوډۍ …