کورپاڼه / ريکارډونه / پاکستاني محمد رضوان نوى ريکارډ جوړ کړ
محمد رضوان

پاکستاني محمد رضوان نوى ريکارډ جوړ کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکي او توپوهونکي تېره ورځ د سويلي افريقا پر وړاندې زبردسته توپوهنه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم کردار ولوباوه.

نوموړي د سويلي افريقا پر وړاندې په ٦٤ توپونو ١٠٤ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ٧ شپږيزې او ٦ څلوريزې يې هم ووهلې.

نوموړي په نړيواله شل اوريزه لوبه کې د سليزې په وهلو سره يو ستر ريکارډ جوړ کړ، نوموړى لومړنى پاکستانى او دويم نړيوال توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شو، چې په درې واړه بڼو لوبو کې يې سليزې وهلي دي.

محمد رضوان او برينډن مککالم

له محمد رضوان مخکې د نيوزيلېنډ پخوانى ويکټ ساتونکى او توپوهونکى برېنډن مککالم يوازينى هغه لوبغاړى و، چې په درې واړه بڼو کې يې د ويکټ ساتونکي او توپوهونکي په توګه سليزې وهلې وې.

له نوموړي وروسته محمد رضوان دويم ويکټ ساتونکى او توپوهونکى شو چې دا کارنامه يې ترسره کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …