کورپاڼه / هنر او کلتور / کریس ګیل پرېکړه چې له کرکټ وروسته د موسیقۍ په ډګر کې نوم ګټي
کريس ګيل

کریس ګیل پرېکړه چې له کرکټ وروسته د موسیقۍ په ډګر کې نوم ګټي

د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې نامتو اوپنر یا د پیل توپ وهوونکي کریس ګیل د کرکټ له ډګر څخه وروسته اوسمهال پرېکړه کړې چې د موسیقۍ په برخه کې به هم ښه نوم خپلوي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، کریس ګیل په جدي توګه په دې اړه فکر کوي، چې د خپلې نڅا او د موسیقۍ د کیریر ترڅنګ یو پروډکشن هم رامنځته کړي، نوموړي په ۲۰۲۰ کال د سټائیلو جي سره یوه ګډه ريمکس سندره کړې وه، چې بریالۍ هم وه او په همدې وجه نوموړي اوس پرېکړه کړې، چې د موسیقۍ په برخه کې هم ښه نوم خپل کړي.

کریس وایي: ما په ټوکه کې سټائیلو جي ته وویل چې له ما سره دې ریمکس سندره وکړي، بیا هغه یوه ورځ زما کورته راغی او راته یې وویل چې زه تیار یم، ما یې خبره په ټوکه واخیسته خو سټائیلو جي بیا جدي و، بس سندره مو وکړه او بریالۍ هم شوه، اوس په دې اړه فکر کوم چې د (ټرپل سنچري ریکارډز) یاهم د دریو سلیزو د ریکاډونو په نوم پروډکشن پرانېزم، چې پخپل آواز سندرې به پکې هم ثبت یا ریکارډ کړم.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …