کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې د چارمغز د خوړلو ګټې
چهارمغز

د ژمي په موسم کې د چارمغز د خوړلو ګټې

د ژمي په موسم کې چارمغز د وچې مېوې په ډول ډېر خوړل کېږي او د خپلو غذایي توکو او کالورۍ په سبب په دې موسم کې د انسان په بدن کې د انرژۍ او تودوخې په پیدا کولو کې مرسته کوي.

چامغز د ژمي په موسم کې د غذا او درملو په ډول ډېر کارول کېږي، روغتیایي کارپوهان وایي چې چارمغز یوه صحت بخښوونکې مېوه ده چې دوه ډولونه لري، لومړی ډول یې د نرم پوستکي لرونکی یا کاغذي چامغز او دویم ډول یې د کلک پوستکي لرونکي وي، دغه راز اویا سلنه غوړ هم لري، چې د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي.

چارمغز د تل لپاره د روغتیا له لحاظ د انسان لپاره ګټور وي او په استعمال سره یې د چاغښت ستونزه حل مومي، د کلیسټرولو سطحه نه پورته کوي او د خېټې د وازدې په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.

د چارمغزو تازه پوټکی که چېرته په وریو او غاښونو ووهل شي، نو پیاوړتیا مومي او پوټکی یې غوره مسواک هم ګڼل کېږي.

د چارمغزو خوړل غاښونه پاکوي او وریو ته قوت ورکوي او د چارمغزو د ونې لرګي د پیاوړتیا په سبب په ډېرو توکو کې هم استعمالېږي.

د اومیګا تري فیټي اسید او د ویټامین اي په درلودلو چارمغز ویښتان نمجن ساتي او د کاپر په درلودلو سره د ویښتانو او پوستکي رنګ طبیعي ساتي، خو د منرال د کمښت په سبب د ویښتانو د سپېنېدو ستونزه رامنځته کولی شي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …