کورپاڼه / جالب / ډېره په زړه پورې څېړنه: ښځې په نارینه وو کې کوم شیان نه خوښوي؟

ډېره په زړه پورې څېړنه: ښځې په نارینه وو کې کوم شیان نه خوښوي؟

ښځې په نارینه یا یوه انجلۍ په یوه هلک کې کوم شیان نه خوښوي او په سبب یې زړه تورې کېږي او اړیکې له منځه وړي؟

د یوې نوې څېړنېز سروې له مخې ارواپوهانو دې پوښتنې ته ډېر په زړه پوری ځواب ورکړی، د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې ارواپوهانو له دوه زرو څخه په زیاتو کسانو باندې د څېړنېزې سروې په پایله کې وویل، چې زیر پراني یا لاندې اغوستونکې جامې هغه څه دي، چې په اړه یې خراب انتخاب کول یاهم خراب حالت یې د ښځو لپاره د منلو وړ نه وي او بد یې ور ځیني راځي.

د سروې له مخې ډېرو اشخاصو وویل، چې دوی د ملګري خیرن او بدبویه زیر پراني یا لاندې اغوستونکي نه خوښوي یا بد ور ځینې وړي او په همدې سبب یې له ملګري څخه زړه تورېږي، دغه راز لوی یا پراخه کمیس یاهم غټ بوټان هم هغه دي چې ښځې یې بد ګڼي او له خپل ملګري سره یې نه خوښوي.

د څېړونکې ډلې مشر ورجیني موئیل ویلي دي، چې تقریباً موږ ټول د خپلو زېر پرانیو یا د لاندې اغوستونکو جامو انتخاب ته ډېره لږه پاملرنه کوو، خو دا هغه څه دي چې زموږ د ژوند په ملګرو ډېرې ژورې اغېزې پرېباسي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …