کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستانۍ اداکارې مهوش حیات او پوځي جنرال اصف غفور غېر اخلاقي ویډیو خپره شوه

د پاکستانۍ اداکارې مهوش حیات او پوځي جنرال اصف غفور غېر اخلاقي ویډیو خپره شوه

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د شخصي او پټو ویډیوګانو خپرېدل ډېر شوي دي، چې په دې لړ کې د یو لوړپوړي پاکستاني پوځي او پاکستانۍ اداکارې ویډیو خپره شوې ده.

جنرال اصف غفور چې د پاکستان د پوځ د رسنیو برخې مشر هم پاتې شوی دی، د مشهورې پاکستانۍ اداکارې مهوش حیات سره يې غېر اخلاقي ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

مهوش حیات ته د حکومت له لوري د تمغه امتیاز ستره جایزه هم ورکړل شوې وه، چې ډېری خلکو پرې نیوکې کړې وې.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو سکرین شاټونه خپرېږي او د مسینجر له لارې دا ویډیو هم ډېرو خلکو ته رسېدلې ده، چې په اړه زرګونه کسانو په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کړي دي.


د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم د ډېرو مشهورو پاکستاني نجونو دا ډول ویډیوګانې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې دي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید نه وروسته اصف غفور دویم هغه مهم کس دی چې دا ډول ویډیو یې خپره شوې ده.

څه وخت مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید ځینې دا ډول عکسونه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و او خپرونکي يې د ویډیو خپرولو اخطار هم ورکړی و.

دا هم ولولئ

رحمت الله نبیل: حنیف اتمر او معصوم ستانکزی ټول عمر د پردیو مهرې وې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د بهرنیو چارو د پخواني …