کورپاڼه / اسلام / د مصیبت او ستونزو پر وخت باید کوم سورتونه ولولو؟

د مصیبت او ستونزو پر وخت باید کوم سورتونه ولولو؟

د دعا د قبلېدو لپاره ډېر وختونه او ځایونه شتون لري، چې ځینې به یې دلته بیان کړو، له مصیبت څخه دمخه باید څه وکړو؟ عبدالله بن عبید وایي چې ما له رسول الله صلی الله ته وویل، چې له مصیبته د خلاصون او د ستونزو څخه د ژغورلو لپاره څه ولولم؟

حضرت نبي کریم الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل، چې هر سهار او ماښام درې درې ځله سوره اخلاص ولوله، بیا درې ځلې سوره فلک ولوله او بیا سوره الناس ولوله، یعنې که دا درې سورتونه یو ځای ولوستل شي نو هر وخت به دې الله تعالی له ستونزو څخه وژغوري.

عبید رضي الله عنه وایي چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل، که چېرته څوک د مصیبت یا ستونزو سره مخ شي، سهار او سهار دې درې درې ځلې سوره اخلاص، سوره فلک او سوره الناس ولولي، نو دا به د ستونزو او مثیبتونو لپاره کافي وي.

که چېرته تاسې د شپې پرمهال له خوب پورته شوئ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې دا وخت دعا وغواړئ هر څه چې غواړئ ان شاءالله چې الله تعالی به یې پوره کوي.

دا هم ولولئ

کله چې نوکونه پرې کوئ نو دا آیت شریف پرې ولولئ

که چېرته له کوم غم، درد، ناروغۍ یا کومې بلې ستونزې سره مخ یاست، نو …