کورپاڼه / روغتيا / آیا د خېټې چینجي د زړښت مخنیوی کولی شي؟

آیا د خېټې چینجي د زړښت مخنیوی کولی شي؟

د خېټې چینجي په عام ډول د ناوړه روغتیایي حالت نښه ګڼل کېږي، خو اوسمهال د بریتانیې روغتیایي کارپوهانو ویلي دي، د ناروغیو د له منځه وړلو او د زړښت د مخنیوي لپاره د خېټې له چینجیو څخه ګټه اخیستلی شو.

د ای لایف د انلاین څېړنېز ژورنال په نوې ګڼه کې د لندن کالج پوهنتون ډاکتر بروس ژینګ او ډیویډ جیمز یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي، چې د خېټې پرازیټ چې په عام ډول یې د خېټې چینجي بولي، زموږ پخواني ملګري دي، چې ختمول یې زموږ لویه تېروتنه ده.

یاده دې وي د خېټې د چینجیو په مرسته درملنه د هیلمنت تراپۍ (Helminth Therapy) په نوم سره یادېږي، چې لومړنی کار پرې د ۱۹۷۰ په لیسزه کې ترسره شوی، خو تر اوسه پورې د درملنې دغه طریقه چا په جدي ډول په نظر کې نه ده نېولې.

ژینګ او جیمز پخپله مقاله کې زیاتوي، چې د سوخت او د زړه د ناروغیو سربېره د زړښت له نښو نښانو څخه د ژغورلو لپاره د خېټې چینجي ګټور وي او د همدې ځانګړتیا په مرسته د زړښت واقع کېدل دروي.

دوی زیاتوي چې د درملو په ذریعه د خېټې د چینجیو ختمولو د پرمختللو هیوادونو لویه تېروتنه ده او د مختلفو ناروغیو لکه د پوستکي ناروغي، ساه لنډي، د خېټې ناروغۍ، د بندونو درد، شکر او نورو سبب ګرځي.

دوی لارښوونه کوي چې د خېټې په پرازیټ باید څېړنې وشي او هغه اجزاء یې بېل شي، چې د ناروغیو په وړاندې مرسته کوي او د زړښت مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …