کورپاڼه / هنر او کلتور / ډوين جانسن: هر سړى زوى غواړي، خو هر سړى لور ته ضرورت لري
ډوين جانسن

ډوين جانسن: هر سړى زوى غواړي، خو هر سړى لور ته ضرورت لري

د امريکا مشهور اداکار او ريسلر ډوين جانسن چې د (دي راک) په نوم مشهور دى، له خپلو لوڼو سره ډېره مينه لري او هر وخت د دې مينې څرګندونه هم کوي.

ډوين جانسن تازه په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د خپلې لور سره يو عکس خپور کړى دى، چې هغه پکې خپله لور له لاسه نيولې او دواړه روان دي او يو بل سره خبرې کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by therock (@therock)


ډوين جانسن له دې عکس سره ليکلي دي، چې هر سړى زوى غواړي، خو هر سړي ته د لور ضرورت دى. زه هيله کوم چې زما لور به زما د ډيناسور په څېر لاس په نيولو هېڅ کله هم ستړې نه شي.

دي راک يا ډوين جانسن چې دا عکس يې په انسټاګرام کې خپور کړى دى، تراوسه پورې له ٦ ميليونو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى او لسګونه زره کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …