کورپاڼه / جالب / د یوه کم عمره ماشوم له خولې څلور برابره غټې ژبې ډاکتران حیران کړي

د یوه کم عمره ماشوم له خولې څلور برابره غټې ژبې ډاکتران حیران کړي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یو ماشوم له زېږېدو وروسته روغتیایي کارپوهان یې د ژبو په لیدو له حیرانۍ سره مخ شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د تومس په نوم دغه ماشوم په ۲۰۱۸ کال زېږېدلی و، چې دوه اوونۍ وروسته یې ژبه د خولې څلور برابره غټه لېدل شوې وه.

راپورونه وایي چې د ماشوم د خطرناک حالت په نظر کې د نېولو سره ډاکترانو ترې دوه اینچې ژبه پرې کړه، خو له عملیاتو وروسته بیاهم په غیر عادي ډول د ماشوم ژبه غټېده، چې دې کار روغتیایي کارپوهان له ستونزو سره مخ کړي ول، ځکه چې تومس د ژبې په سبب سمه ساه نه شوه اخیستلی.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې دا یوه نایابه ناروغي ده چې د (بیک وت وایډمن) ورته ویل کېږي او ددې ناروغۍ په سبب د یو نوي زېږېدلي ماشوم د بدن یو غړی د حجم له لحاظ په غیر عادي ډول غټېږي.

دوی زیاتوي چې په دې ناروغۍ په هرو پنځلس زرو ماشومانو کې یو اخته کېدلی شي او د تومس په قضیه یې ددې ناروغۍ نښې د تومس په ژبه راڅرګندې شوې، چې د خوراک څښاک او ساه اړوند ستونزې یې رامنځته کړې وې، بله خوا ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لا تر اوسه کومه حللاره نه ده موندلې.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …