کورپاڼه / خبرونه / ګڼ شمېر فلسطینیانو له بندیزونو وروسته په اقصی جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ

ګڼ شمېر فلسطینیانو له بندیزونو وروسته په اقصی جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ

وروسته له هغې چې اسراییلي چارواکو په مسجد اقصی کې په لمونځ کولو بندېز لېرې کړ، ګڼ شمېر فلسطینیانو د جمعې د لمانځه لپاره لومړنۍ قبلې ته ځان ورساوه. د خبري رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې صهیوني چارواکو له شپږو اوونیو بندېز څخه وروسته د بندیزونو د ختمولو اعلان وکړ، چې په دې موقع د مسجد اقصی امام او خطیب عکرمه صبري له فلسطینیانو غوښتنه وکړه، چې په ګڼ شمېر دې د لمونځ لپاره حاضر شي.

ویل کېږي چې د جمعې لمانځه ته له پنځلس زرو څخه زیات فلسطینیان راغلي ول، فلسطیني رسنۍ وایي چې د خلکو ډېر تعداد په جومات کې د ځای د تنګېدو سبب وګرځید چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومانو هم پکې ګډون کړی و.

دغه راز ویل کېږي چې د جمعې د خطبې پرمهال مفتي شیخ محمد حسین له لمونځ کوونکو وغوښتل، چې د کورونا د وایروس په وړاندې دې احتیاطي تدابیر ونیسي، نوموړي وویل چې صهیوني چارواکو د کورونا د ناروغۍ په بهانه جومات ته په راتګ بندیز پورې کړی و او وېره شته چې دا کار به بیاهم تکرار کړي.

په ګڼ شمېر لمونځ کوونکو نړۍ ته دا پیغام ورکړ، چې مسجد اقصی په هیڅ صورت هم یوازې نه پرېږدي.

بله خوا اسراییلي فوځونو په دې دوران کې هم په مختلفو ځایونو کې چیک پینټونه اچولي ول او د لویدیځو څنډو اوسیدونکو ته یې اجازه نه ورکوله چې جومات ته لاړ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له امله وځنډول شو، چې …