کورپاڼه / هنر او کلتور / د انوشکا شرما په مینوالو کې زیاتوالی راغلی

د انوشکا شرما په مینوالو کې زیاتوالی راغلی

تېره میاشت د انوشکا شرما مینوال وروسته له هغې ډېر شول، کله چې نوموړې د یوې ښکلې ماشومې مور شوه.

د عکس او ویډیو پر خپروونکي اپلیکشن انسټاګرام د انوشکا شرما د مینوالو شمېر ۴۶ میلونو ته ورسېد، دغه راز که چېرته د انوشکا شرما د انسټاګرام اکونټ وکتل شي، نو لېدل کېږي، چې نوموړې تر اوسه پورې له زرو څخه ډېر پوسټونه کړي، چې پکې د نوموړې د عکسونو سربېره د ویرات کوهلي عکسونه، چې د انوشکا خاوند دی، هم شامل دي.

د بالیووډ د اداکارې میلونونه مینوال نه یوازې د نوموړې پوسټونه خوښوي، بلکې د کومنټ په برخه کې مثبتې څرګندونې هم کوي.

بله خوا انوشکا شرما پخپل انسټاګرام یوازې درې سوه شپاړس کاروونکي فالو کړي، چې ټول د انوشکا شرما ملګري یاهم خپلوان دي.

یاده دې وي چې تېره میاشت ویرات کوهلي او انوشکا شرما د لور پلار شوي دي، چې خپله ویرات کوهلي او انوشکا شرما یې خبر د انسټاګرام له لارې مینوالو ته ورکړی و، چې بیا د مبارکیانو یوه نه ختمېدونکي لړۍ پیل شوه.

یاده دې وي چې ویرات کوهلي او انوشکا شرما په ۲۰۱۷ کال په ایټالیا کې واده کړی و او تېر کال یې ویلي ول چې دوی هیله مند دي، چې ډېر ژر به ماشوم وزېږېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

جیکي شرف: مرګ ته نږدې یم؛ نیم په قبر کې یم

د بالیووډ مشهور او نوموتي ادکار یا هنرمند جیکي شرف د حیواناتو د ساتنې ادارې …