کورپاڼه / روغتيا / د سنترې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د سنترې حیرانوونکې روغتیایي ګټې

سنتره د ژمي د موسم له ترټولو ډېره استعمالېدونکې مېوه ده، چې په سبب یې له ډېرو موسمي ناروغیو څخه مخنیوی کېږي. د سنترې په جوړښت د ویټامین سي موجودیت د انسان دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د زهرجنو توکو په ایستلو کې مرستندویه تمامېږي، دغه راز د زکام، نزلې او فلو په درملنه کې هم مهم رول لوبوي.

سنتره د بېلابېلو ویټامینونو، معدني توکو په ځانګړي ډول د ویټامین سي، تایمین، فولیټ او د پوتاشیم مهمه ذریعه ده.

د پوستکي لپاره:

د سنترې استعمال د پوستکي لپاره ډېر ګټور وي، دا مېوه د پوستکي رنګ ښکلی کوي، داغونه یې له منځه وړي، مړې شوې حجرې له منځه وړي او پوستکی د لمر له وړانګو ژغوري.

د هضم سیستم ښه کوي:

سنترې د ډېرو داسې مادو لرونکې ده، چې د هضم سیستم ښه کوي او په همدې ډول د هضم مرحله دوامداره ساتي او د هضم له بېلابېلو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د شکر لپاره ګټور وي:

د سنترې په جوړښت کې د ګلیسیمک انډیکس کم شتون د وینې د شکر اندازه برابره ساتي او د فایبرو شتون یې د شکر جذبول سستوي او د شکر کچه ښه ساتي.

لوړ فشار برابروي:

په سنتره کې د پوتاشیم موجودیت د وینې لوړ فشار برابروي، له یوې څېړنې له مخې ثابته شوې چې د سنترې په استعمال سره د وینې د لوړ فشار د اړوندو ناروغیو خطر کمېږي.

د ګردو د تیږو مخنیوی کوي:

ویل کېږي چې په متیازو کې د سایټریټ کمښت د ګردو د تیږو سبب کېږي او سنتره بیا د سایټریټ سطحه لوړوي او د ګردو د تیږو مخنیوی کوي، دغه راز د کلسیمو شتون یې بیا دا خطر نور هم کموي.

یاده دې وي چې سنتره د سترس یاهم د تروشو مېوو له جملې څخه ده، چې د ژمي په موسم کې حاصل کوي او د ګڼو موسمي ناروغیو په مخنیوي ګټوره تمامېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …