کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د مریخ د سطحې په زړه پورې عکسونه

د مریخ د سطحې په زړه پورې عکسونه

له ۲۰۱۶ کال راهیسې تر دا اوسه پورې د مریخ د سطحې د څېړلو لپاره له بېلابېلو لارو چارو څخه کار اخیستل کېږي، د پرمختللي Color & stereo surface imaging سیستم (CASIS) د آلې په کارولو سره د مریخ د سطحې په اړه د ساینسپوهانو او ستور پېژندونکو معلومات ډېر کړي، دا ټول عکسونه د همدې آلې په مرسته اخیستل شوي دي.

روانه میاشت د مریخ سیاره خپل نوي کال ته داخلېږي چې د ۳۶ کال په نوم سره یادېږي.

د ځمکې او مریخ ترمنځ واټن هم وخت ناوخت بدلون مومي، چې سبب یې د لمر پر شاوخوا د دواړو سیارو مختلف حرکت ګڼل کېږي، نو هغه ماموریت چې مریخ ته استول کېږي په هرو شپږ ویشتو میاشتو کې یو ځل هغه مهال ترسره کېږي، چې کله دواړه سیارې سره نږدې شي.

ناسا به د فبرورۍ په اتلسمه نېټه مریخ خپل بېړۍ ولېږي، چې ساینسپوهان یې په اړه ادعا لري، چې دا بېړۍ به تر اوسه د لېږل شوو روبوټیکو بېړیو څخه ډېر پیاوړې او ښه بېړۍ وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …