کورپاڼه / روغتيا / هغه نیورون وموندل شو چې د ژبې د بندښت یا د تنتړي کېدو سبب کېږي

هغه نیورون وموندل شو چې د ژبې د بندښت یا د تنتړي کېدو سبب کېږي

د ژبې په بندښت یا تنتړي کېدو په اړه مشهور څېړونکي ویلي دي، چې ډېر امکان دې ولري چې زموږ په دماغو کې موجود ستوري ډوله نیورون (سټروسایټس) د خبرو پرمهال خنډ رامنځته کوي او د بندښت یا تنتړي کېدو سبب یې ګرځي.

ډاکتر جیرالډ ای میګوایر او ملګرو یې د عصبي نیورون غیر عادي فعالیتونه د ژبې د بندښت لامل ګڼي، څېړنې وایي چې دغه حجرې د سټرایټم په نوم د دماغو په یوه برخه کې موندل کېږي او دغه برخه د غړو خپلمنځي حرکتونه کنټرولوي.

د ژبې د بندښت په صورت کې خبرې کوونکی بندې بندې خبرې کوي او د ځینو کلمو په ادا کولو کې اوږده وقفه اخلي، چې په ابتدایي ډول د ډوپامین نیوروټرانسمیټر غیر عادي فعالیت یې سبب ګڼل کېږي، خو تر اوسه پورې تر حجروي سطحې په اړه معلومات نه لرو.

ددې ستونزې د حل په موخه یو ډول درمل چې د ریسپریډن په نوم سره یادېږي، د ډوپامین فعالیت دروي، چې په دې درملو د ځینو نورو عصبي کیفیتونه درملنه هم ترسره کېږي او ډاکتر جیرالډ ولېدل چې د ذکر شوو درملو په استعمال سره د ډوپامین د فعالیت په درولو کې سټروسایټس مهم رول لوبوي، یعنې سټروسایټس داسې سګنلونه خارجوي چې ډوپامین دروي او په همدې ډول د ژبې د بندښت د پروسې د ډېروالي او درېدو د سګنلونو او مالیکولري لارې درک کړي.

له دې وروسته یې لس کسان په دوو ډلو وویشل او یوې ډلې ته یې تر شپږو اوونیو ریسپریډن ورکړل او بلې یې خیالي درمل (پلی سیبو) وکارول، بیا یې په مختلفو طریقو د دوی دماغي حالت وکوت، چې ترې معلومه شوه چې دغه درمل د ګلوکوزو جذب ډېروي او د ناروغ شخص د ژبې بندښت کموي او په همدې ډول د لومړي ځل لپاره په دماغو کې د ستوري ډوله سټروسایټس مهم رول لوبول را څرګند شو.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …