کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / زلزلې څنګه او ولې راځي؟ د زلزلې پر مهال بايد څه وشي؟

زلزلې څنګه او ولې راځي؟ د زلزلې پر مهال بايد څه وشي؟

زلزله یا زلزلې د طبیعي پېښو یا ناورینونو څخه ګڼل کېږي، چې په سبب یې په ټوله نړۍ کې میلونونه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ځمکپوهان ځمکه له دریو طبقو يا فلېټونو څخه جوړه شوې ګڼي، چې د يوريشين، اروپايي او عربي په نوم سره یادېږي، کله چې د ځمکې لاندې تودوخه راټول شي، نو دغه پلیټونه یا برخې یې وخورېږي او ځمکه ته ټکان ورکړي، چې دې حالت ته زلزله ویل کېږي. دغه راز د زلزلې چپې په دایروي ډول څلورو خواوو ته خپرېږي او زموږ د ځمکې د ځینو برخو لاندې ځینې داسې ډبرې شتون لري، چې یو څه زیات حرکت کوي، چې بیا په همدې برخو کې زلزلې ډېرې واقع کېږي، ځینې هیوادونه او سیمې د زلزلې زون یا مرکز ګڼل کېږي، چې په دې کې نیوزیلینډ، اندونیزیا، فلیپین، جاپان، روسیه، د شمالي امریکا د بحر الکاهل ساحلي سیمې، منځنۍ اسیا، پیرو او چلي شامل دي، دغه راز د بحرالکاهل ډېرې برخې هم له هغه سیمو څخه ګڼل کېږي، چې د ډېرو زلزلو د واقع کېدو خطر یې موجود وي.

ریکټر سکیل څه شی دی؟

ریکټر سکیل یوه آله ده چې د زلزلې د اندازه کولو یاهم د شدت د معلومولو لپاره کارول کېږي، دغه آله د یو امریکایي ساینسوه چارلس ریکټر لخوا په ۱۹۳۵ کال رامنځته شوه، چې له یو څخه تر لسو پورې د زلزلې شدت معلومولی شي.

د زلزلې ډولونه:

زلزله په عموم کې په دریو ډولونو سره ویشل کېږي، هغه زلزله چې شدت یې د ریکټر سکیل له څلورو درجو کم وي کمزورې زلزله ورته ویل کېږي، ځکه چې په دا ډول زلزله کې د ډېر زیان اوښتولو خطر نه وي، هغه زلزله چې شدت یې له څلور درجو پورته او له شپږو څخه ښکته وي مینځنۍ زلزله ورته ویل کېږي، چې لږ زیان اړولی شي د مثال په توګه ځینې چیني لوښي او نور توکي ماتوي، خو که چېرته له شپږو څخه تر اوو درجو پورې وي، نو ودانیو ته زیان اړولی شي، خو که چېرته له اتو درجو پورته شي، نو ډېره تباهي او وراني رامنځته کولی شي او د ودانیو په ګډون سرکونه هم ورانوي.

د زلزلې پرمهال باید څه وکړو؟

د زلزلې پر وخت باید له ودانیو ووځو او خلاصو ځایونو ته ځان ورسوو، که چېرته بهر نه شو وتلی نو باید د میز یا کوم بل شي لاندې کېنو، ترڅو د دېوالونو او چت د راولوېدو په صورت کې خوندي پاتې شو، دغه راز له کړکۍ، المارۍ او نور غټو وسایلو څخه باید ځان لېرې وساتو.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …