کورپاڼه / هنر او کلتور / مهوش حيات: ټولې ښځې اداکارانې دي، خو زه لږه هوښياره يم
مهوش حيات

مهوش حيات: ټولې ښځې اداکارانې دي، خو زه لږه هوښياره يم

د پاکستاني فلمونو او سريالونو مشهوره اداکاره مهوش حيات وايي، چې ټولې ښځې اداکارانې دي، خو زه لږه هوښياره يم، ځکه چې د اداکارۍ پېسې هم اخلم.

نوموړې په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې خپل يو تازه عکس خپور کړى دى، چې د مينه والو له لوري يې دا عکس ډېر خوښ کړاى شوى دى.

مهوش حيات له دې عکس سره ليکلي دي، چې ټولې ښځې اداکارانې دي، خو هغه له دې امله چالاکه يا هوښياره ده، چې د دې اداکارۍ پېسې هم اخلي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Mehwish Hayat (@mehwishhayatofficial)


د هغې دا عکس تراوسه پورې له ٥٨ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى او سلګونه کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

د يادولو وړ ده چې ٣٨ کلنه مهوش حيات د پاکستاني فلمونو او سريالونو مشهوره اداکاره او موډله ده، چې د تمغه امتياز جايزه يې هم ترلاسه کړې ده.

نوموړې يو له بېباکه پاکستاني اداکارانو څخه ده، چې په اړه يې ويل کېږي، له ډېرو سياسي او پوځي چارواکو سره يې اړيکې هم لرلې، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې ځينې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي، چې د خلکو له لوري پرې سختې نيوکې شوې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …