سویلي افریقا په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې په ډېرې اسانۍ سره پاکستان ته ماتې ورکړه او د ۶ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.
دا لوبه چې په لاهور کې ترسره شوه، سویلي افریقا د لوبې پچه وګټله او پاکستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد رضوان ۵۱، فهیم اشرف ۳۰ ناسوځېدلې او افتخار احمد ۲۰ منډې وکړې.
د سویلي افریقا له لوري ډواین پریټوریس ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ۵ پاکستاني لوبغاړي يې وسوځول.
د ۱۴۵ منډو هدف د سویلي افریقا لوبډلې په ۱۶.۲ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې په لوبه کې بریا خپله کړه.
د دوی له لوري ریضا هیندریکس پيټ وان بیلجون ۴۲-۴۲ او ډیویډ میلر ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پاکستان له لوري شاهین شاه اپريدي ۲ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ډواین پریټوریس ته ورکړل شوه.
د یادولو وړ ده چې د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه کې پاکستان بریا خپله کړې وه او وروستۍ لوبه به د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه ترسره شي.