کورپاڼه / اسلام / د درود شریف فضلیت او برکتونه

د درود شریف فضلیت او برکتونه

درود شریف یو داسې عبادت دی چې له ویلو وروسته یې هره دعا قبلېږي، په قران کریم الله تعالی فرمایي، چا چې د الله تعالی له رسول سره مینه وکړه، الله تعالی به له هغه سره مینه وکړي، په مبارکه کلمه کې هم الله تعالی له خپل نوم سره د خپل محبوب نوم لیکلي دی، لا اله الا الله محمد رسول الله.

درود یو داسې عبادت چې پخپله الله تعالی او فرښتې یې په رسول الله صلی الله علیه وسلم لېږي او مسلمانان ته هم پر محمد صلی الله علیه وسلم د درود شریف د ویلو تلقین کوي، د درود په لوستلو نیکۍ ډېرېږي، ګناهونه کمېږي او درجې لوړېږي، دغه راز په یو ځل لوستلو یې لس نیکۍ او لس درجې ورکول کېږي، هغه کس چې د پنجشنبې او جمعې په ورځ په نبي کریم صلی الله علیه وسلم درود وایي، نو الله تعالی فرښتې رالېږي او د سپین زرو پر کاغذ او د سرو زرو په قلم یې لیکي

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مینه او محبت غوښتنه هم داده چې موږ باید پخپل پیغمبر درود ووایو او په بدل کې به یې الله تعالی زموږ زړونو ته سکون او اطمینان ور په برخه کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت غوښتنه داده چې پر سنتو یې عمل وکړو، په نیکو امر وکړو او له بدو یې د خپل ځان او نورو ساتنه وکړو، درود ووایو او له عبثو حجرو ځان وساتو. ترټولو غوره درود کوم یو دی؟ درود ابراهیمي هغه درود دی چې په نورو درودونو غوره والي لري او موږ یې په لمونځ کې هم لولو.

Loading...

دا هم ولولئ

حوض کوثر به څه ډول وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کومې ځانګړتیاوې بیان کړي؟

هر مسلمان بنده به د محشر په ورځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم …