کورپاڼه / جالب / په مصر کې یوې افسرې د خاوند د خوشحالولو لپاره لویې لارې د خپلوانو په نوم کړي

په مصر کې یوې افسرې د خاوند د خوشحالولو لپاره لویې لارې د خپلوانو په نوم کړي

په مصر کې یوې افسرې له خپلې دندې څخه په ناوړه ګټې اخیستنې د خپل خاوند د خوشحالولو لپاره د سرکونو نومونه بدل کړل.

راپورونه وایي چې په مصر کې یوې حکومتي افسرې د ښار لویې لارې د خاوند او د هغه د خپلوانو په نوم کړې، خو د ښځې بدبختي دا وه چې د لویو لارو د نومونو د بدلولو حکم یې په ټولنیزو رسنیو خپور کړی و.

د یوې مصري مجلې د راپور له مخې ویل کېږي، چې د افسرې لخوا په ټولنیزه رسنۍ دې جالب او حیرانوونکې حکم بحثونه راوپارول او خبره یې د مصر تر لوړو مقاماتو ورسوله.

د خلکو اعتراض په دې و چې افسره حق نه لري، چې لویې لارې یوازې د خپلې کورنۍ د غړو په نوم کړي او بله دا چې د افسرې خپلوان په ملي اتلانو او مهمو شخصیتونو کې هم نه راځي.

په ټولنیزو رسنیو د خلکو د غبرګون وروسته مصري چارواکو ددې پېښې د پلټنې امر وکړ او د کفر شکر د ښار د پولیسو د کمیټې لخوا یې حکمونه سمدستي رد شول.

په ټولنیزو رسنیو کې د شخصي اعلاناتو یا ځانته د شهرت ورکولو پر خلاف راپورته کېدونکي غورځنګ د افسرې پلان شنډ کړ.

یاده دې وي چې په ټوله نړۍ کې د ښارونو او ښارګوټو د لویو لارو نومونه په تاریخي لحاظ یاهم د مهمو شخصیتونو پر بنا ایښودل کېږي، چې په عربي هیوادونو کې هم دغه دود شتون لري، خو په ځینو ځایونو کې داسې نومونه هم شتون لري، چې ځایي خلک پېژني خو په دولتي اسنادو کې یې څرک نه لېدل کېږي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …