کورپاڼه / روغتيا / د مخ سره داغونه او درملنه یې

د مخ سره داغونه او درملنه یې

د وخت په تېرېدو سره د مخ سره داغونه په عام ډول د میکروب نښه ګڼل کېږي، چې په انګلیسۍ کې ورته میلازما ویل کېږي، د پوستکي دا ډول زیات وخت په هغه وخت کې رامنځته کېږي، چې غیر معیاري کریمونه یا ملهمونو استعمالوو او زموږ پوستکی ورسره حساسیت لري، چې بیا د پوستکي سوخت او د پوستکي غوړ د ستونزې په ډول څرګندېږي.

په دې اړه مشهور ډرماټولوجسټ ډاکتر خرم مشیر د خپلو لارښوونو پرمهال خلکو ته ددې ناروغۍ او د درملنې په اړه معلومات ورکړي.

نوموړی وایي چې د خوراکي توکو سم استعمال، بې احتیاطي، د هورمونونو کمښت او د لمر له تېزو وړانګو څخه ځان ساتنه هم ددې ناروغۍ له سببونو څخه دي. مشیر زیاتوي قیمت بیه خوړو ته اړتیا نشته ساده سابه وخورئ او د خوړو سره په څنګ کې پیاز هم د سلاد په ډول استعمال کړئ.

د پوستکي د روغتیا لپاره هره ورځ حمام یا غسل وکړئ، په تازه هوا کې وګرځئ، په ورځني ډول ورزش وکړئ.

ډېری وخت پر مخ د داغونو د خوراکي توکو کمښت یاهم د نه پاملرنې په صورت کې رامنځته کېږي، موسمي بدلونونه هم د انسان پوستکی اغېزمنوي، چې بیا د ګونځي کېدو او ځوانکو یا داغونو په څېر څرګندېږي.

د خپلې د ستونزې د سم علت د معلومولو لپاره سمدستي ډاکتر ته مراجعه وکړئ او مشوره ور ځنې واخلئ، ترڅو هغه ستاسې د بدن معاینات وکړي او معقوله مرسته درسره وکړي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …