کورپاڼه / روغتيا / لیړو یا بینډۍ د شپې پرمهال په اوبو کې واچوئ، سهار یې وڅښئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

لیړو یا بینډۍ د شپې پرمهال په اوبو کې واچوئ، سهار یې وڅښئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

د شپې پرمهال به بینډۍ یا لیړو په یوه پیاله اوبو کې واچوئ او سهار یې له ناشتې یا سباناري دمخه اوبه وڅښئ او په همدې په بدن کې بېلابېل مثبت بدلونونه راولئ.

بینډۍ یا لیړو یو له هغه خوړو یا خوراکي توکو څخه شمېرل کېږي، چې په هر یو کور کې استعمال او د هر چا د خوښې خواړه ورته ویلی شو، بینډۍ د انسان د روغتیا اړوند ډېرې ګټې لري او ډېرو فایبرو شتون لري د وینې شکر کنټرولوي، دغه راز د کلسیمو شتون یې هډوکي پیاوړي کوي، د بندونو درد ته آرامتیا ورکوي او سلیښت یا سریشت لرونکي ماده یې د هډوکو لپاره ګټوره وي.

ویل کېږي چې بینډۍ یا لیړو د ویټامین سي درلودونکی هم وي، چې د ساه لنډۍ ستونزې له منځه وړي او استعمال د ګردو د هر ډول ناروغیو څخه ساتنه کوي.

بله خوا د لیړو اوبه د کلیسټرولو سطحه کنټرولوي او د شکر د کنټرولولو لپاره یې لاندې طریقه عملي کړئ.

څلور دانې لیړو یا بینډۍ راواخلئ، پاسنۍ او لاندنۍ برخه یې پرې کړئ بیا نرۍ غوندې پرې کړئ او ټوله شپه یې په اوبو کې کېږدئ او سهار له پورته کېدو وروسته او له ناشتې یا سباناري دیرش دقیقې مخکې یې وڅښئ او په دې ډول مو د شکر ستونزه مو حل کړئ.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …