کورپاڼه / جالب / په سعودي عربستان کې د خرما او چینو دوه زره کلن کلی د خلکو د توجه وړ ګرځېدلی

په سعودي عربستان کې د خرما او چینو دوه زره کلن کلی د خلکو د توجه وړ ګرځېدلی

په سعودي عربستان کې د خرما او چینو یوه داسې نایابه کلی شتون لري، چې تاریخ یې دوه زره کلونو ته رسېږي.

د العربیه د راپور له مخې ویل کېږي چې د سعودي عرب د مدینې منورې په یبنع النخل په سیمه کې دوه زره کاله پخوانی یو داسې تاریخي کلی موجود دی، چې د اوبو څاه ګانو، چینو او د خرما له مخې شهرت لري، چې د خوږو اوبو نهه نوي چینې لري.

په دې کلي کې د اسلام د ابتدایي دور او له اسلام څخه دمخه ډېرې کیسې، پېښې، آثار او پاتې شوني موندل کېږي، چې په لیدو یې کتوونکي څو زره کاله شاته ځي.

ویل کېږي چې څوارلس سوه کاله دمخه له شام څخه حجاز ته تلوونکی تجارتي کاروان له همدط سیمې تېر شوی و او د اسلام د راڅرګندېدو وروسته دغه سیمه د تجارتي او حجیانو د کاروان لاره وګرځېده.

ددې کلي د تاریخي اړخونه څرګندونکی فوټوګرافر او د تاریخي سیمو څېړونکی عبدالاله الفارس ویلي، چې دا کلی نه یوازې څاه ګانې، چینې او خرما لري، بلکې د بازارونو سیمه هم ګڼل کېږي.

ددې کلي مشهور ځایونه عبارت دي له منګل بازار، ښکلي حکومتي دفترونه، جامع جومات، الیسیره کلی، البثنه، خیف حسین او سویقه بازار څخه.

یبنع النخل ته د عربي جزېرې د آب و هوا سیمه ګڼل کېږي او مشهورې چینې یې د عین الجابریه، عین عجلان، عین الفجه، عین علقم نومېږي او د جبل رضوی او دیاز جنیه یې مشهور او لوړ غرونه دي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …