کورپاڼه / ليکنې / ویلنټاین ډی ولې؟ موږ باید د حیا ورځ ولمانځو

ویلنټاین ډی ولې؟ موږ باید د حیا ورځ ولمانځو

د اسلام دین ښځو ته هغه حقوق او عزت ورکړی، چې په هیڅ یو مذهب او نظام کې څرک نه لیدل کېږي، خو ځینې ښځې بیا په ددې غلط فکر ښکار دي، چې غربي هیوادونو ښځو ته آزادي ورکړې، که چېرته وګورو نو له غربي ښځو مظلومې ښځې به ونه وینئ، خو موږ پرته له دې چې حقیقت درک کړو د مغرب تقلید کوو، د هغوی جشنونه لمانځو، هغوی چې نوی کال لمانځي موږ یې هم ورسره لمانځو، د کرسمس پر وخت مېلې کوو، د مینې ورځ یا ویلنټاین ډی یې هم ښه په شوق لمانځو، د ویلنټاین په ورځ خو بیا هغه کارونه ترسره کارونو چې د خپل شرم او حیا جنازه مو پورته کوي.

موږ ته پکار ده چې د اسلام په اصولو ځان عیار کړو، اسلام راته د هوساینې لار را ښیي او کامیابي او هوساینه هغه وخت ترلاسه کولی شي، چې د اسلام په تعلیماتو عمل کوونکي واوسو

حجاب یا پرده یا حیا دا ټول د اسلام حکمونه دي، نو بیا ولې پرې عمل ونه کړو، ولې د خپل رب رضا ترلاسه نه کړو، آخر موږ د ښځو په نوم څه ډول ازادي غواړو؟ د بې حیایۍ په کولو سره څه ډول حقوق ترلاسه کوو؟

حیا د ایمان نښه او پاکوالي نښه ده او الله تعالی پاکوالی خوښوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، کله چې تاسې حیا نه کوئ، نو هغه څه وکړئ چې ستاسې زړه یې غواړي.

حیا د ایمان بشپړتیا ده او هغه شخص چې حیا لري د ایمان خاوند ګڼل کېږي او هغه چې حیا نه لري، ایمان هم نه لري، ځکه چې د شیطان لومړنی ګوزار پر حیا باندې وي.

دا زموږ د رب حکم دی او د رب حکم منل پر موږ فرض دي، نن ورځ موږ د آزادۍ په نوم دومره آزاد خیاله شوي یو، چې مغربي دودونه مو خپل کړي او خپلو اخلاقو ته پرې زیان اړولی.

یو ځلې رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل، ای فاطمې! د مسلمانې ښځې ترټولو غوره یا ښه صفت څه کېدلی شي؟ حضرت فاطمې ورته ځواب ورکړ، پلار جانه! یوې ښځې ته پکار دي چې د الله او د هغه د رسول پیروي وکړي، پر اولاد مهربانه اوسي، خپلې سترګې تیټې وساتي، خپله ښکلا پټه کړي او نه خپله پردیو سړیو ته وګوري او نه هم پردیو سړیو ته د ځان د لیدو موقع ورکړي.

حضرت محمد صلی الله علیه د ځواب په اورېدو ډېر زیات خوشحاله شو، څومره ښکلي ځواب او نصحیت دي، زموږ ترمخ د صجابه کرامو د ژوند کولو طرز طریقې پرتې دي، د قران کریم حکمونه اورو او لولو نو موږ ته د ګمراهۍ کوم دلیل هم نه پاتې کېږي، نو راځئ چې همدا نن وعده وکړو چې مغربي دودونه به ختموو او د ویلنټاین د ورځ پرځای د حیا ورځ ولمانځو ترڅو د بۍ حیایۍ له سیلاب څخه خپل ځان او کورنۍ وژغورو.

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …