کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فیسبوک د ځیرکو ساعتونو مینوالو ته زېری

د فیسبوک د ځیرکو ساعتونو مینوالو ته زېری

د ټولنیزې رسنۍ ویب سایټ فیسبوک به تر راتلوونکي ۲۰۲۲ کاله پورې ځیرک ساعتونو تیار کړي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ټولنیزې رسنۍ ویب سایټ فیسبوک غواړي چې د هارډ ویر په ډګر کې هم خپل ځان ثابت کړي، چې په دې لړ کې یې د ځیرک ساعت د تیارلو پرېکړه کړې ده.

ویل کېږي چې د فیسبوک ځیرک ساعت به په مارکیټ یا بازارونو کې د ترلاسه کېدونکو ساعتونو څخه ځکه غوره وي، چې کاروونکي به یې د ساعت په ذریعه د روغتیا او فټنس له ادارو سره نیغ په نیغه اړیکه ولري.

سربېره پر دې فیسبوک له وړاندې د نورو آلې د جوړولو او بازار ته یې د وړاندې کولو اعلان کړی و، چې ددې خبرې پخلی کوی چې فیسبوک د هارډ ویر په ډګر کې ازموینو ته چمتوالی نېولی.

د فیسبوک ځیرک ساعت د خپلو سیالانو ایپل او هواوي سره د سیالۍ لپاره به په راتلوونکي کال کې په مارکیټونو کې ترلاسه شي، په داسې حال کې د موبایل خدمتونو سره به هم نښلول کېږي.

د رایټرز په ذکر شوي راپور کې د فیسبوک لخوا کومه څرګندونه نه لېدل کېږي، خو د فیسبوک لومړنی ځیرک ساعت به په بازار کې ډېر وپلورل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …