کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ويسټ انډيز د بنګله دېش لوبډله په خپل کور کې ماته کړه
راهکيم کورنوال

ويسټ انډيز د بنګله دېش لوبډله په خپل کور کې ماته کړه

د ويسټ انډيز لوبډلې بنګله دېش ته په دويمه ټېسټ لوبه کې هم ماتې ورکړه او لوبلړۍ کې يې په ٢-٠ سره په خپل کور کې ماتې ورکړه.

دا لوبه چې ويسټ انډيز يې پچه ګټلې وه، په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٤٠٩ او په دويمه پاڼۍ کې يې ١١٧ منډې کړې وې، چې په ځواب کې يې بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٩٦ او په دويمه پاڼۍ کې ٢١٣ منډې وکړې.

ويسټ انډيز د ١٧ منډو په توپير بريا خپله کړه او راهکيم کورنوال ته د ښې توپ اچونې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

د ويسټ انډيز لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې جوشوا ډي سلوا ٩٢ او نکرومه بونير ٩٠ منډې وکړې، د بنګله دېش لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې ليتون داس ٧١ او مهدي حسن ميراز ٥٧ منډې وکړې.

راهکيم کورنوال بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ٥ او په دويمه پاڼۍ کې ٤ لوبغاړي وسوځول، چې ټولې يې ٩ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه نکرومه بونير ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

عبدالمالک

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٧ منډې هدف وټاکه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې …