کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حکمتيار د ارګ د محاصرې او حکومت پر ضد د جګړې ګواښ وکړ
ګلبدين حکمتيار

حکمتيار د ارګ د محاصرې او حکومت پر ضد د جګړې ګواښ وکړ

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په خپلو تازه څرګندونو کې د ارګ د محاصره کولو او د افغان حکومت پر ضد د وسلوالې مبارزې پيلولو اخطار ورکړى دى او وايي، چې دا يوازې اخطار نه دى، بلکې وه به ګورئ، چې موږ څه کوو.

ګلبدين حکمتيار نن له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل: ((موږ مجبوروي چې له دوى سره هماغه څه وکړو، چې له پرچميانو سره مو وکړه. په موږ باندې يې نورې ټولې لارې بندې کړې دي. هماغه کار ته مو مجبوروي، چې نن له دوى سره هماغه څه وکړو، چې تر دوى وړاندې مو له پرچميانو سره وکړې.))

نوموړى په خپلو خبرو کې زياتوي: ((نن موږ مجبور يو چې د ارګ ټيم ته ووايو، په صريح او قاطع الفاظو باندې، غوږ مو خلاص کړئ، دا واورئ، هسې ګواښ نه دى، وه به ګورئ چې له دې نه وروسته موږ په دې ارتباط څه کوو. د حزب اسلامي له حېثيت دفاع کوو. شغالان خو پرېږده د زمري په سترګو کې هم خپلې ګوتې ننباسو.))

ګلبدين حکمتيار مخکې وايي: ((تجربې سره مو دا ثابت کړي، بيا يې ثابتوو. چا چې له شوروي او ناټو سره ډغرې وهلي، د دوى سپېرو او ذليلو مزدورانو کږې خولې هم تر سوک برابرولى شو.))

هغه د ارګ د محاصرې خبره کوي او زياتوي: ((ارګ به تر هغه محاصره کوو، چې د مفسيدونو سپېره واکمني پاى ته ورسېږي او ملت د دوى له شر وژغورل شي.))

Loading...

دا هم ولولئ

کابل باران

کابل تورو وريځو نيولى او شړکنده باران ورېږي

د هېواد پلازمېنه کابل کې نن د جمعې په ورځ تورې وريځې په کابل خورې …