کورپاڼه / بېلا بېل / ٢٠ کلنې ښځې د کور په نوم کولو وروسته د ٧٠ کلن خاوند نه طلاق غوښتى
ښځه

٢٠ کلنې ښځې د کور په نوم کولو وروسته د ٧٠ کلن خاوند نه طلاق غوښتى

په سعودي عربستان کې يو ٧٠ کلن سړى د خپلې ٢٠ کلنې ښځې پر وړاندې محکمې ته تللى دى او وايي، چې ښځې يې ترې په دوکه کور په خپل نوم کړ او اوس ترې خلع غواړي.

د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، ياد سړي محکمې ته ويلي دي، چې ٥ مياشتې مخکې مې له يوې ٢٠ کلنې ښځې سره واده وکړ او هغې رانه په دې نوم کور په خپل نوم کړ، چې ويل يې خپل راتلونکى خوندي کوي، ځکه چې په واده يې زما ځوانو زامنو اعتراض درلود.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ښځې سړي ته ويلي دي، تر څو پورې چې ته يې، خو زما هېڅ پروا نشته، خو که چېرته ته نه وې نو ستا زامن به ما له کوره وباسي.

ياد سړى وايي: ((د ښځې په بيا بيا غوښتنه ما خپل کور د هغې په نوم کړ، خو کله چې د کور کاغذونه د هغې لاس ته ورغلل، نو په محکمه کې يې د خلع غوښتنه وکړه.))

دغه ښځې محکمې ته په خپله غوښتنه کې ويلي دي، چې ما په احساساتو کې له ٧٠ کلن سړي سره واده کړى دى، خو د وخت تېرولو وروسته راته احساس وشو، چې زموږ په عمرونو کې ډېر توپير دى او وخت مو سره نه تېرېږي.

بلخوا په راپور کې د قانونپوهانو له خولې ويل شوي دي، چې د خاوند عريضه يې هېڅ ارزښت نه لري، ځکه چې دا کور يې په خپله خوښه د خپلې ښځې په نوم کړى دى.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …