کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر ليګ د پرانيستې مراسم په ترکيه کې کېږي
پاکستان سوپر ليګ

د پاکستان سوپر ليګ د پرانيستې مراسم په ترکيه کې کېږي

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو د روانې فبرورۍ مياشتې په ٢٠مه نېټه په کراچۍ کې پيلېږي، خو د دې سياليو د پرانيستې مراسم به په ترکيه کې ترسره شي.

د دې سياليو له پيل کېدو مخکې حکومت د پاکستان کرکټ بورډ ته ويلي دي، چې لوبغالو ته به يوازې ٢٠ سلنه تماشچيان پرېږدي، اوس تازه ويل کېږي، چې د دې سياليو لپاره به د پرانيستې مراسم هم نېغ په نېغ نه ترسره کېږي، بلکې لومړى به په ترکيه کې ترسره شي او وروسته به بيا په ټلويزيون وښودل شي.

د پاکستان سوپر ليګ لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه د دفاعي اتلې لوبډلې کراچۍ کنګز او کوټې ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ په کراچۍ کې ترسره کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان رسنيو ته ويلي دي، چې د پرانيستې مراسم به په ترکيه کې وشي او همدا راز يوه برخه به يې په کوټه کې هم ريکارډ شي.

هغه وايي، دا مراسم نېغ په نېغه له ټلويزيون نه خپرېږي، بلکې لومړى به ثبت شي او د سياليو له پيل کېدو يوه ورځ مخکې به په ښه بڼه په ټلويزيون وښودل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …