کورپاڼه / هنر او کلتور / افغان هنرمندانو هم د مینې ورځ (ویلنټاین ډی) ولمانځله

افغان هنرمندانو هم د مینې ورځ (ویلنټاین ډی) ولمانځله

نن په ټوله نړۍ کې د مینې ورځ یا ویلنټاین ډی لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې هم ځینو خلکو دا ورځ لمانځلې، همدا راز د هېواد مشهورو هنرمندانو هم د دې ورځې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کړي دي.

مشهورې سندرغاړې اریانا سعید له خپل نامزاد حسیب سعید سره یو ګډ عکس په انسټاکرام کې خپور کړی او د مینې ورځ مبارکي يې هم ورکړې ده. نوموړې لیکلي، چې حسیب مې هر څه دی.


سندرغاړې او موډلې مهرماه غزل هم د ویلنټاین په ورځ د سرو کالو ځینې ښایسته عکسونه خپاره کړي دي او د ویلنټاین د ورځې مبارکي يې ورکړې ده.


مشهوره سندرغاړې او اداکاره فرزانه ناز چې په هند کې ده، په انسټاګرام کې يې خپل یو تازه عکس خپور کړی دی او خپلو مینه والو ته يې د ویلنټاین د ورځې مبارکي ورکړې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by naz⭐️ (@farzananazofficial)


مشهورې سندرغاړې غزال سادات بیا د متحده عربي اماراتو څخه خپل تازه عکسونه خپاره کړي دي او خپلو مینه والو ته يې د دې ورځې مبارکي ورکړې ده. هغې لیکلي دي، ډېره خوشحاله یم چې تاسې ته د ویلنټاین د ورځې مبارکي وايم.

دا هم ولولئ

عبدالله مقري

میر خان د عبدالله مقري د مړینې خبر رد کړ

مشهور ځوان سندرغاړي میر خان د هېواد د نومیالي او نوموتي هنرمند عبدالله مقري د …